1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CDU د مشرۍ له پاره د کاندیدانو د بهرني سیاست دریځونه

۱۳۹۷ آذر ۱۵, پنجشنبه

له هغه وروسته چې صدراعظمې انگلا ميرکل اعلان وکړ چې نور نه غواړي د مسیحي دیموکرات مشرتوب ته ځان کاندید کړي، د دغه گوند درو غړو دغه مقام ته ځانونه کاندید کړي دي: انیگریت کرامپ - کارن باور، فریدریښ مرڅ او ینز شپان.

https://p.dw.com/p/39Yrt
Bildkombo Annegret Kramp-Karrenbauer Jens Spahn Friedrich Merz

دا چې له دغو درو کسانو څخه به څوک د گوند مشرتوب وکړي؟ په هکله به يي پریکړه ګوندي ګنګره وکړي چې د جمعې په ورځ پیلیږي. خو مهمه پوښتنه دا ده چې د امریکا، روسې او مهاجرو په سیاست کې هغوی څه ډول دریځونه لري؟

د امریکا متحده ایالاتو او ترمپ په اړه سیاست

د انیگریت کرامپ کارن باور په څرگندونو کې تر اوسه په مشخصه توگه د بهرني سیاست په اړه ډير زیات څه نه دي اوریدل شوي. دغه سیاستواله د آلمان له کوچني ایالت زارلند څخه ده. دغه ايالت له فرانسې سره گډه پوله لري. هغه په داسې حال کې چې د فرانسې په مسایلو کې کارپوهه ده، د امریکا متحده ایالاتو اړوند موضوعاتو کې باید ډير څه زده کړي. خو له هغه وروسته چې کارن باور د مسیحی دیموکرات گوند د عمومي منشۍ په توگه وټاکله شوه، امريکا متحده ایالاتو ته یې یو سفر وکړ او هلته یې د دغه هیواد د گورنرانو په یوه کلنې غونډه کې برخه واخیستله او د المان د BMW یوې فابریکې ته ورغله. نور څه یې په دې برخه کې تر اوسه نه دي کړي. امریکايي رسنيو هغې ته د «میني مرکل» (کوچنۍ ميرکل) لقب ورکړی دی. بې شکه چې هغه د یوې حساسې او هوښیارې  ښځې په توگه د سرټمبه ترمپ ملگرې کیدای نه شي.

Donald Trump spricht über Einwanderungspolitik
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپانځور: picture-alliance/S. Walsh

بالمقابل د امریکا متحده ایالاتو د ملگري سازمان «اتلانتیک پُل» د رئیس په توگه فریدریښ مرڅ له شمالي امریکا سره ښې اړیکې لري او په خاصه توگه بيا له متحده ایالاتو سره یې اساسا مثبته رابطه ساتلې ده. د هغه له پاره د اتلانتیک له پورې غاړې سره مشارکت د آلمان د بهرني سیاست یوه ډيره مهمه ستن بلل کیږي. خو د اروپا پر ضد د ترمپ د گمرکي تعزیراتو گواښونه د مرڅ له پاره ټوکې او ټکالې نه ښکاري، بلکي د آلمان او اروپا گټو ته یې خطر بولي. هغه د یو اقتصادي کارپوه په توگه د هر ډول تجارتي محدودیت مخالف دی.

خو د مسیحي دیموکرات گوند د مشرتوب له پاره بل کاندید، ینز شپان د ترمپ ادارې له لوبغاړو سره ښايي ښه جوړ شي. هغوی آن ډير مخکې دغه ځوان ته متوجه شوي، چې د ميرکل له نظریاتو سره یې مخالفت کاوه. شپان چې د ميرکل له سیاست سره د مخالفت له امله په خپل گوند کې د یاغي نوم گتلی دی، د آلمان د هغو سیاستوالو څخه دی چې په برلین کې د امریکا له نوي سفیر ریچارد گرینل، سره يې په لومړي ځل ولیدل او وروسته حتی په سپینه ماڼۍ کې د ترمپ امنیتی مشاور، جان بولتن يې هرکلی وکړ. داسي یو ویاړ د المان د عامې روغتیا هیڅ وزیر ته ور په برخه شوی نه دی. ترمپ او د هغه شریکان ښايي غوره وگڼي چې شپان د مسیحي دیموکرات گوند مشر شي او احتمالا د یو راتلونکي حکومت صدراعظم هم.

له روسیې او پوتین سره اړیکې

له روسیې سره انیگریت کرامپ کارن باور کابو هیڅ پيژندگلوي نه لري. خو فکر کیږي چې هغې تل له خپلې اعتمادي گوندي ملگرې، انگلا ميرکل چې د روسیې پخه کارپوهه ده، د کرملین د سخت سري مشر، ولادمیر پوتین په هکله خبرې کړي دي. هر هغه څه چې هغې په دې موده کې د روسیې په هکله ویلي دي، په حقیقت کې د انگلا ميرکل د دریځونو تکرار دی. د اوکراین په اړه د پوتین د لانجمن سیاست له امله کارن باور هم ښايي د ميرکل په څير له پوتین سره په ډير احتیاط راشه درشه وکړي. په ټولیزه توگه هغه ښايي له روسیې سره هغه څه وکړي چې ميرکل یې کوي، له دې پرته به ځان لیري وساتي.

Portraitfoto: Wladimir Wladimirowitsch Putin
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتینانځور: picture-alliance/dpa/S. Guneev

«د لویدیځ دیموکرات نظامونه د آلمان مهم متحدین دي.» له دې جملې سره فریدریښ مرڅ د تیري پنجشنبې په ورځ په برلین کې معتبرو ژورنالیستانو ته ځان یووار بیا معرفي کړ. د دغې خبري معنې دا ده چې: د مرڅ په نظر په ختیځ کې دیموکراسې ته ورته روسیه، هغه هم که چیري سړی ورته دیموکراسي ووايی، په دوهمه درجه کې راځي. معنی دا چې د مرڅ لومړيتوبونه ښکاره دي: د تسلیحاتي ودې د پلوي او د ناټو د یوه ملگري په توگه هغه روسیې ته د یوه ستراتیژیک سیال په توگه گوري، خو هغه تر یوې اندازې پوتین پيژني. د بیلگې په توگه مرڅ د روسیې ولسمشر د لویدیځ له پاره د یو خطر په توگه گڼي، پرته له دې چې دې ټکې ته ځير شي چې لویدیځ د روسیې حساس توب په پام کې نه دی نیولی.

ینز شپان هم عین ډول فکر لري: پر لویدیځ ډيره زیاته تکیه او د ختيځ پر وړاندې انتقادي نظر لري. د بیلگې په توگه د هغه په څرگندونو کې دا جمله اوریدل کیږي: «تاسو روسیې ته او یا هم د اسلامیستانو ترور ته نظر واچوی، له دې سره ناامني زموږ په گاونډیتوب کې لیدل کیږي.» بل دا چې هغه په وار وار سره سوسیال دیموکرات گوند او یا هم کیڼ گوند له روسیې سره په«تفاهم توب» تورن کړي دي، پرته له دې چې دی خپله روښانه کړي چې له مسکو سره اړیکې څه ډول باید وي.

د ميرکل د مهاجرو سیاست په اړه د کاندیدانو دریځ

په دې برخه کې انیگریت کرامپ کارن باور کټ مټ د صدراعظمې ميرکل سیاست تعقیبوي. هغه د ميرکل د مسیحي- بشري ارزښتونو پربنسټ ولاړ د ادغام له دریځ سره همنظره ده او په عین وخت کې په دې اړه د حکومت د ځینو شاتگونو ملاتړ کوي. یوازي په یوه برخه کې دغي سیاستوالې خپل ځانگړی نظر څرگند کړی دی. هغې وړاندیز کړی وو چې مهاجر دې په آلمان کې په یو کال ملکي خدمت مکلف کړای شي. خو د هغې دا وړاندیز له یو پراخ انتقاد سره مخامخ شوو. هغې په خپل گوند کې د دغي ستونزي په اړه وویل چې د «مهاجرت په سیاست کې په دې جملې سره په گوند کې شخړه ایز بحثونه راوپاریدل چې اغیزې یې سړی تر ننه پوري احساس کولای شي»، دا په سوسیال دیموکرات گوند کې د «۲۰۱۰ اجنداء» نومي ریفورم په څير دی. خو له دغه شخړایز بحث څخه د راوتلو له پاره هغې د کومې لارې وړاندیز هم نه دی کړی.

Deutschland Familiennachzug - Migration
د مهاجرت په هکله دریځ اوس هم د آلمان د سیاسي ګوندونو تر منځ د بحث یوه موضوع دهانځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د مرکل د مهاجرو د سیاست یو ډير سرسخت مخالف فریدریښ مرڅ دی. تر هغه پورې چې د مهاجرو بهیر د اوس په شان ورو پاته وي، ښايي هغه دومره شورماشور جوړ نه کړي. خو هغه وخت په وخت د مهاجرو له امله د آلمان پر ټولني باندي د پیټي د درنېدو او له  پردیو څخه د ویرې او دغه راز د جنايي جرایمو له ډيرښت څخه خبرداری ورکوي چې د هغه په نظر له مقطعي لحاظه، خو نه له جوړښتي لحاظه د اندیښنو لامل گرځي. هغه د آلمان له پاره بدیل گوند (AfD) تورنوي چې له دغې ستونزي څخه د خلکو انگیرنه په مصنوعي ډول پراخوي. مرڅ د مهاجرت په سیاست کې د ډيرو نورو شیانو پلوي کوي، نه دا چې نور هم ډير ښي اړخ توب ته مخ واړول شي.

د مهاجرو په سیاست کې د مسیحي دیموکرات گوند د مشرۍ له پاره بل کاندید ینز شپان بالکل بل ډول نظر لري. شپان په دې برخه کې پر صدراعظمې ميرکل له نیوکو څخه د ستړیا احساس نه کوي، خصوصا دا چې ميرکل هڅه کوي چې په انتخاباتي مبارزه کې دا موضوع د امکان تر حده ډير زیاته عنوان نه شي. له «بیلد» ورځپاڼي سره په مرکه کې شپان وویل: «دغه ډول په اصطلاح په عاجزۍ غوښتنه چې د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر پیښې (د مهاجرو ستر بهیر) په هکله خبرې نور باید ونه شي، بې ځایه ده. زموږ هیواد هرکال سترو ښارونو، لکه کسل ته د نارینه مهاجرو د یو ستر او نا منظم بهیر شاهد دی.» مسیحي دیموکرات گوند ته د رای ورکونکو د بې اعتمادۍ یو سترلامل همدا د مهاجرت سیاست دی. په دې اړه د مسیحي دیموکراتانو په منځ کې هیڅوک دومره په جرئت او څرگنده توگه نه غږیږي، لکه شپان. که چیرې شپان ته د مسیحي دموکرات گوند ریاست چاري ور ترغاړه شي، د ميرکل له پاره به سخته وي چې حکومت کولو ته دوام ورکړي.