1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشورتي لويه جرگې مشر سياف و ټاکل سو

۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبه

په کابل کي تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي مشورتي لويه جرگه پيل سوه. په دې جرگه د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه نژدې ۳۲۰۰ کسانو گډون کړی دی.

https://p.dw.com/p/3HbEG
Afghanistan Peace Talks Afghanistan Loya Jirga Kabul Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

مشورتي لويه جرگه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹مه) د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور سره پرانيستل سوه.

ولسمشر غني د مشورتي لويي جرگې مشر عبدرب الرسول سياف وټاکه. غني دغه راز له گډونوالو څخه وغوښتل چي سوله تعريف کړي چي طالبان سولي ته حاضر دي که نه.

دغه جرگه چي څلور ورځي به دوام وکړي، موخه يې دا ده چي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبري اتري څه ډول وسي.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په گډون ډيرو نورو سياستوالو دغه جرگه تحريم کړې ده.

وسله والو طالبانو لويه جرگه رد کړې ده. هغوی د يکشنبې په ورځ وويل چي دا په افغانستان کي د «امريکا متحده ايالاتو د لاسپوځو يو نمايش» دی.