1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مطبوعاتو د آزادۍ باید ټينگه دفاع وشي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

د دویچه ویله رئیس، پیتر لیمبورگ د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالۍ ورځې او د دویچه ویله د تأسیس ۶۵ کالیزې په مناسبت په خپله تبصره کې د یوې «ژمنې» هوډ کړی دی.

https://p.dw.com/p/2x4rz
Global Media Forum 2016 Peter Limbourg
انځور: DW/M. Müller

د می دریمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده. ښه ده چې داسي یوه ورځ شته، ځکه لږ تر لږه په دغه ورځ د دغه بشري حق یادون کیږي. د مطبوعاتو آزادي د لفظي اعتراف له پاره یوه ډیره غوره موضوع ده. د کال په پاته ۳۶۴ ورځو کې نړۍ په دې هکله ډير لږ فکر کوي. یو څو بیلگې به یې دلته وړاندې کړو:

د اقتصادي گتو په خاطر پر ژبو د چوپیتا مهر

د اروپا دیموکرات سیاستوال له چین سره په راشه درشه کې ډير زیات سر ټیټوي. دا چې په دې هیواد کې د مطبوعاتو آزادي نه شته او دا چې هلته د دویچه ویله او نورو بهرنیو رسنیو د ناپېيلو خپرونو په بشپړه توگه مخه نیوله کیږي، څوک ورته ارزښت نه ورکوي او که چیري کوي يې هم، یوازي يې په حاشیه کې یادونه کیږي. دغه راز د اقتصادي سکتور استازي د دې پر ځای چې د بشري حقونو په هکله فکر وکړي، ډير زیات د خپلو اقتصادي گټو په غم کې دي. له دې سره هغوی د پیکینگ سرټمبگۍ او قدرت طلبۍ ته تسلیمیږي. دا ځکه چې کله چې په چين کي بهرني پانگوال له محدوديتونو سره مخامخ شي، هلته هیڅوک احتجاج نه کوي. په دې هکله د چین په رسینو کې څوک انتقادونه موندلی نه شي.

ډير شمیر آلماني او اروپايي سیاستوالان غوښتنه کوي چې د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین باید سړی ښه درک کړي. هغوی وايي چې له ناتو او د اروپا له اتحادیې څخه د پوتین ویره باید سړی جدي ونیسي. خو په روسیه کې د ژورنالیستانو د ویرې په هکله هيڅوک هم څه نه وايي او نه څوک دا وايي چې ولې هغوی ویرول کیږي، ولې پر هغوی باندي حملې کیږي او حتی ولې هغوی وژل کیږي. د خوښی ځای دی چې لږ تر لږه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، هایکو ماس په دې هکله بل ډول دریځ لري.

دغه راز ایران هم د دویچه ویله او ډيرو نورو بهرنیو رسنیو د نشراتو مخه نیسي او د هغوی د کارکوونکو په زورولو لاس پوري کوي. د ایران د سپاه انقلاب د ربړونو په زندانونو کې د ۲۳ ژورنالیستانو یادون هم څوک نه کوي. خو ډیر سیاستوال شته چې له ایران سره د نژدیوالي له پاره لیوالتیا لري، له هغه یوه رژیم سره چې د اسرائیلو نابودي غواړي، ټوله منځنی ختیځ یې بې ثبات کړی او ترور صادروي.

فشار، زور زیاتی او پر ژورنالیستانو قصدي حملي

د مطبوعاتو آزادي د نړيوالي ورځي په درشل کي په افغانستان کي۱۰ خبريالان ووژل شول
انځور: rsf.org

له څه د پاسه ۱۵ کلونو راهيسي آلماني سرتیري په افغانستان کې په پوځي ماموریت بوخت دي، څو په دغه هیواد کې ازادي او سوله ټينگه کړي. خو د تیري دوشنبې په ورځ څه د پاسه لس تنه ژورناليستان په یو ځانمرگي او وسله وال بريد کې ووژل شول. تروریستانو قصدا هغوی په نخښه کړي دي.

په سعودی عربستان کې اصلاحات - خو څه وخت به رائف بدوي له هغه گټه واخلي

د سعودي له ولیعهد ستاینه کیږي، ځکه چې ښځو ته يې اجازه ورکړه چې موټر وچلوي او سینماگانې يې پرانیستلې. خو په عین وخت کې بلاگ لیکونکی رائف بدوي ل اتراوسه د سعودي په یوه زندان کې شپي او ورځي سبا کوي، یوازي په دې وجه چې هغه د بیان د آزادي له بنسټيز حق څخه کار اخیستی دی.

سياستوال د سعودي د وليعهد ستاينه کوي، خو د رائف بدوي د آزادۍ په اړه څه نه وايي
انځور: Imago/C. Ditsch

افریقايي مطلق العنان واکمنان د زیاتو پراختیايي مرستو غوښتنه کوي او تر لاسه کوي يې هم، خو هغوی له فعالو او نوښت لرونکي ژورنالیستانو چې په خاصه توگه غواړي په خصوصي رسنیو کې په پوره رښتينوالي خدمت وکړي، د هغوی پر ستونو باندي پښه ایښوول کيږي او د نفس ایستلو موقع نه ورکوله کیږي.

په بنگلدیش او پاکستان کې بلاگران کله چې غواړي په خپل هیواد کې د پیاوړ کیدو په حال کې اسلامیزم په هکله انتقادي لیکنې وکړي، خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي. د یو شمیر دیپلوماتانو پر هڅو سربيره له هغوی سره له بهر څخه د ملاتړ نخښه نښانه هم نه لیدله کیږي.

مکسیکو په ۲۰۱۸م کال کې د آلمان د هانور د نړیوال نندارتون پارتنر دی. خو په بل هیڅ هیواد کې ژورناليستي فعالیت دومره خطرناک نه دی، لکه هلته، دا ځکه چې دولت د نشه یې توکو پر سوداگرو باندي کنترول نه لري. له دې سره لویدیځ حکومتونه باید پر خپل مسئولیت اعتراف وکړي، ځکه چې د دغو نشه يي توکو ډير مشتریان د دوی په هیوادونو کې دي.

د مطبوعاتو د آزادۍ او د ژورنالیستانو پرحقوقو د داسې تیرو لمن له بده مرغه نور هم پراخیږي، که چیري سړی د نړۍ نورو سیمو او هیوادونو ته مخ واړوي. په دې جمله کې د ناتو غړی هیواد ترکیه او د اروپا د اتحادېې غړي پولند او هنگري هم شامل دي.

دا یو ډير غمجن فهرست دی. ایجاب کوي چې سړی د مطبوعاتو د آزادۍ په دې کالیزه کې یوازي پر لفظی اعترافونو اکتفاء ونه کړي.

زموږ حکومتوال څه کوي؟

موږ باید خپل حکومتونه او خپل سیاستوالان په داسي ډول تر ارزونی لاندي ونیسو چې هغوی څه ډول د مطبوعاتو د آزادۍ پرضد د تیریو او بریدونو د تشدد په وړاندي احتجاج کوي.

ایا هغوی دیکتاتورانو ته په ډاگه وايي چې زموږ ارزښتونه څه دي؟ آیا دوی چمتو دي چې له معامله گریو لاس واخلي، کله چې ویني چه دغه ارزښتونه په ډيره ناوړه توگه ترپښو لاندي کیږي؟

آیا هغوی چمتو دي چې د پرمختیايي مرستو ورکړه له بشري حقونو او د مطبوعاتو په آزادۍ پوري مشروط کړي؟

دیموکراسې د نړۍ په گوټ گوټ کې د دیکتاتورانو، مطلق العنان واکمنانو او عوامپالو له خوا گواښل کیږي. دیموکراسي یوازي هغه وخت ژوندۍ پاتيږي چې دیموکراتان له ټینگ هوډ سره د هغې له پاره غږ پورته کړي.

نن د مې دریمه د دویچه ویله د زیږیدو ورځ ده: له ۶۵ کلونو راهيسي موږ د نړې په گوټ گوټ کې خلکو ته معلومات وړاندی کوو! هو! په آزاده او ناپېيلې توگه. موږ تر دې وروسته هم د مطبوعاتو د آزادۍ له پاره زیار باسو. موږ به له دې وروسته هم ووایو چې حقیقت څه دی! او دا ژمنه کوو!