1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي امنیت مشاور چین ته تللی

۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبه

د افغانستان د ملي امنیت مشاور چین ته سفر کړی چې د سولې بهیر په اړه د دې هیواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي. کابل او واشنګټن د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په موخه خپلې هڅي گړندۍ کړي دي.

https://p.dw.com/p/3BJP2
USA China - Handel
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Wong

د ملي امنیت مشاور حمدالله محيب، د پنجشنبې په ورځ چين ته سفر کړی او د چين د بهرنیو چارو له وزیر سره يې لیدلي او هغه ته یې ويلي دي چې هیواد یې په سیمه کې د «اوږد مهاله ثبات د راوستلو» په هڅه کې دی.

چین او افغانستان ګډه پوله سره لري. خو د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین نقش له دې کبله هم ډیر اړین دی چې بیجینګ د اسلام آباد نژدې ملګری هیواد دی او له دې کبله کولای شي د پاکستان له لاري د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، افغان چارواکي ته ډاډ ورکړی دی چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او سیاسي پخلاینې ملاتړ کوي.

وانګ وویل: «په داسې یوه مهمه شېبه کې، موږ په دې پوهیږو چې ولسمشر غني پر تا اعتماد کړی دی چې دغه سفر وکړي او دوه اړخیزه همغږي او مفاهمه تقویه کړې. موږ فکر کوو چې دا کار پر وخت او اړین دی.»

د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي، د چهارشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د افغانستان جګړه په ۲۰۱۹م کال کې پای ته رسیدای شي. هغه ۲۰۱۹ کال د سولې کال نومولی وو.

په افغانستان کي د سولي او ثبات د راتگ په موخه امریکا متحدو ايالاتو هم خپلو هلي ځلو ته زور ورکړی دئ. د افغانستان د سولي د خبرو اترو له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د وسله والو طالبانو له استازو سره غونډي کړي او اوس د سولي خبرو ته د لاري اوارولو په موخه د افغانستان په گډون د گاونډيو هيوادونو په سفر بوخت دی.

هغه تيره ورځ له افغان چارواکو سره ليدلي او په پلان کي ده چي چين، هند او پاکستان ته به هم سفرونه وکړي.