1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ناټو افغانستان ته اضافي سرتیري استوي، خو څومره؟

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

ناټو ویلي دي چې د ترمپ هغې غوښتنې ته چې د دې ایتلاف غړي هیوادونه دې افغانستان ته اضافي سرتیري واستوي، د ځواب ورکولو له پاره یوې بلې میاشتې وخت ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/2k8jY
Albanien Tirana Nato Treffen
انځور: DW/A. Ruci

د البانیا په پلازمینه تیرانا کې د شنبې په ورځ د ناټو د پوځي کمیټې د غونډې پر مهال، د دې ایتلاف د ۲۹ غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د پوځونود خلا ډکولو ته اړتیا شته. دغه خبره د ناټو د پوځي کمیټې مشر جنرال پیتر پاویل کړې ده.

خو د استول کیدونکو ځواکونو د شمیر په اړه به تر هغه وروسته پریکړه وشي چې د دفاع وزیران د خپلو هیوادونو له مشرانو سره پر دې موضوع خبرې وکړي. په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن او د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال جو دانفورد، د افغانستان د ماموریت د پر مخ وړلو له پاره بهرنیو ځواکونو ته د خپلې اړتیا په اړه معلومات ورکړل.

نور مطالب:

امریکايي ځانګړي ځواکونه یوځل بیا هلمند ته لیږل شوي

هالند په افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ

تر دې غونډې یوه میاشت مخکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، په ناټو کې خپلو همکارانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې باید کار پای ته ورسیږي که نه نو د دې ګواښ شته چې یاغیان یو ځل بیا پیاوړي شي.

متیس د روان کال په جون میاشتې کې ویلي وو: «اصلي خبره دا ده چې ناټو له افغانستان سره یوه ژمنه کړې چې له ویرې او ترهګرۍ به یې آزادوي. له ترهګرۍ څخه آزادي دې ته اړتیا لري چې [اجازه ور نه کړل شي چې وضعیت] بیرته شا ته ولاړ شي.»

په کابل کي د امنيتي وضعيت په اړه خلک څه وايي؟

د ناټو لوړپوړي پوځي چارواکي امریکایي جنرال کورتیس سکپاروتي، وویل، تمه کیږي چې د ناټو غړي هیوادونه به په اکتوبر میاشت کې د دې سازمان پوځي کمیټي ته په دې اړه دقیق معلومات ورکړي چې افغانستان ته څومره اضافي سرتیري استوي.

ناټو وایي چې تر ۱۵ ډیرو غړو هیوادونو د افغانستان له ماموریت څخه د لا ډیر ملاتړ ژمنه کړې ده خو د استول کیدونکو اضافي سرتیرو شمیر یې نه دی په ډاګه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې البانیا افغانستان ته د ۳۰ اضافي سرتیرو استولو ته چمتوالی ښوولی دی. دغه هیواد اوس په افغانستان کې ۸۳ سرتیري لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، تیره میاشت د افغانستان او سیمې له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او دې هیواد ته یې د زرهاو اضافي امریکایي سرتیرو استولو ته لار هواره کړه. که څه هم ترمپ ونه ویل چې څومره اضافي سرتیري به افغانستان ته ولاړ شي خو ښايي دغه شمیر د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې وي.

جنرال کورتیس سکپاروتي روښانه نه کړه چې اضافي سرتیري به په افغانستان کې په مشخصه توګه کومې دندې پر مخ وړي، خو ویې ویل چې د ناټو هدف د افغان ځانګړو ځواکونو روزنه او تجهیز دی.

هغه زیاته کړه: «که افغان امنیتي ځواکونه خپل هوايي ملاتړ [هوايي ځواک] ولري نو دا به د هغوی پر مورال باندې [مثبته] اغیزه ولري. نو په هره اندازه چې موږ ډیر مشاورین ولرو، په هماغه اندازه د ځواکونو پر چټکه پراختیا [مثبته] اغیزه پریږدي. دا د ټولو له پاره یوه ښه خبره ده.»

زموږ له ارشیف څخه:

د ناټو پخوانی کمپ د معتادانو د درملنې مرکز