1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نغدي مرستو سربيره لږ مهاجر اخراج ته حاضريږي

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

اتريش هيواد هر هغه مهاجر سره زر يورو نغدي مرسته کوي چې په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستنيږي. د دغه ځانګړي وړانديز سربيره ډیر کم مهاجر داوطلبانه اخراج ته زړه ښه کوي.

https://p.dw.com/p/2fJc8
Berlin Zentrale Aufnahmeeinrichtung Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/B. V. Jutrczenka

له ويانا څخه د اسوشتيد خبري آژانس د رپوټونو په اساس، که څه هم سږکال اتريش د داوطلبانه اخراج په برخه کې مهاجرو ته د نغدي مرستو پروګرام جوړ کړی دی، خو سربيره پر دې د داوطلبانه اخراج ميزان د تيرکال په پرتله ډير ښکته دی.

د اتريش د کورنيو چارو وزارت په حواله، دغه هيواد درې مياشتې د مخه، د غيراروپايي مهاجرو د داوطلبانه اخراج د تشويق په موخه، د نغدي مرستو يو ځانکړې پروګرام پيل کړ.

د دغه پروګرام له مخې، هر هغه مهاجر چې له اتريش څخه په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، زر يورو نغدي پيسې ورکول کيږي. تر اوسه د دغه نوي پروګرام له طريقه ۴۲۷ تنه مهاجر په خپله خوښه خپلو هيوادونو ته  ستانه شوي دي، خو دا شميره له هغه څه چې اتريشي چارواکو يې تمه لرله ډيره ښکته ده.

له دې نه علاوه په عمومي توګه هم سږکال له اتريش څخه خپلو هيوادونو ته د مهاجرو د بيرته ستنيدو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی. د اتريش د کورنيو چارو وزارت د ارقامو په اساس د روان کال په پنځو لمړيو مياشتو کې له دغه هيواد څخه ټول ټال ۱۸۵۵ تنه مهاجر خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شوي دي. دغه شميره د تيرکال په پرتله ۶۴ سلنه ښکته ده.

ويانا له لوري د خپرو شويو ارقامو پر اساس، کوم مهاجر چې د ځانګړي نغدي پروګرم څخه په استفادې  اخراج ته حاضر شوي، ډیری يې د افغانستان، عراق او ايران ملکونو اوسيدونکي دي.

په دغه خاص پروګرام کې د اروپايي ملکونو مهاجر نه راځي. هغه مهاجر هم له دغه وړانديز څخه بې برخې دي چې په اتريش کې په هر ډول جرم کې مجرم پيژندل شوي وي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.06.2017):