1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

پارلمان ته د کابل له ټاکل شویو ۳۳ استازو څخه نهه تنه یې ښځي دي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ تر پارلماني ټاکنو اووه میاشتې وروسته د دې ولایت وروستۍ پایلې اعلان کړې.

https://p.dw.com/p/3IVlv
Afghanistan Parlamentswahl | Wahllokal in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د تیر کال په اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې تر پارلماني ټاکنو وروسته، د کابل پایلې د وروستي ولایت په توګه اعلان شوې. د دغو پایلو اعلان تر دې مخکې څو وارې ځنډیدلی وو او د کابل د رایو یوه برخه یې د ټاکنیزو شکایتونو د څیړنې په پایله کې باطلې اعلان شوي دي.

تر دې اعلان څو ورځې مخکې یو شمیر هغه نوماندانو چې په تر دې مخکې اعلان شویو پایلو کې د ټاکنو د ګټونکو په لیست کې شامل وو خو اوس یې نومونه له دې لیست څخه وتلي دي د پارلمان او ټاکنو کمیسیون د ودانیو مخکې ته مظاهرې کړې دي.

د اپریل پر ۲۸مه نیټه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د رایو د بیا شمیرلو بهیر چې هغه وخت پر مخ روان وو، د درغلو له کبله رد کړ او د ټولو رایو د تازه بیا شمیرنې پریکړه یې وکړه.

تر دې مخکې په مارچ میاشت کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمیشنران له خپلو دندو ګوښه شوي ول او پر ځای یې نوي کسان ټاکل شوې ول چې په دې کمیسیونونو کې د پراخو درغلو او له ځواک څخه ناوړه ګټه اخیستلو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په دسمبر میاشت کې بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل د ټولو رایو د ابطال اعلان کړی وو، خو دغه پریکړه بیا د عمل په ډګر کې عملي نه شوه.

(ms/dpa (dpa