1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کندهار د چاودنې له کبله د وژل شویو شمیر ۱۶ تنو ته لوړ شو

۱۳۹۷ خرداد ۱, سه‌شنبه

چارواکو ویلي دي چې په کندهار ښار کې یو موټر بم چاودلی دی. چارواکو ویلي دي چې په دې چاودنه کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2y699
Afghanistan Kandahar - NATO Convoy angegriffen
انځور: picture-alliance/abaca/A. Sana

د کندهار د والي وياند داود احمدي دويچه ويله ته وويل چې چاودنه په یوه ټونيس موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د انفجار له کبله شوې. پیښه د کندهار ښار د فابريکې په سرای کې رامنځ ته شوې ده.

د رویترز خبري آژانس د چارواکو په حواله ویلي دي چې د پیښې له کبله ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپیان دي. تر دې مخکې د میرویس روغتون مشر نعمت الله بارک، ویلي وو چې روغتون ته شپږ مړي او ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي چې ماشومان هم پکې شامل دي.

د ملي امنیت له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په یوه ورکشاپ کې له چاودیدونکي موادو ډک مني بس موندل شوي وو خو مخکې له دې چې دغه چاودیدونکي مواد خنثی شي، چاودنه رامنځ ته شوه.

د کندهار د والي وياند هم دويچه ويله ته وويل چي موټر هغه مهال وچاود چي د ملي امنيت تخنيکي ډله ئې د شنډولو له پاره ورغلې وه.

تر دې مخکې راپورونه ورکړل شول چې چاودنه ښايي هغه وخته رامنځ ته شوې وي چې د ملي امنیت کارکوونکو دغه موټر د تلاشي په موخه درولی وو. دا لا روښانه نه ده چې د موټر بم هدف کوم ځای وو.

خو د کندهار د والي وياند وايي چي مخالفينو پلان لاره چي دغه موټر د روژې مياشتي په وروستيو ورځو کي د کندهار ښار په يوه گڼ مېشته سيمه کې وچاودي.

د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې بریدونو په سونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. کندهار چې له پاکستان سره پر پوله پروت دی، په وروستیو وختونو کې پکښې نسبي امنیت دی.