1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: «چای والا» پاکستانی نه، بلکه افغان دی

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

اول په پاکستان او بیا په ټوله نړۍ کې مشهور شوی د شنو سترګو هلک ارشد خان یا «چای والا»، پاکستانی نه دی. د دې هلک انځور یوې میرمنې په اسلام آباد کې اخیستی وو چې بیا د څو ورځو په ترڅ کې په ټوله نړۍ کې مشهوره شو.

https://p.dw.com/p/2gNJ5
DW Shift Vom Teeverkäufer zum Model 2
انځور: Jiah Ali

د «جیو نیوز» په نامه یوه پاکستاني تلویزیوني چینل په خپل تحقیقي رپوټ کې ویلي چې «چای والا» پاکستانی نه بلکه افغان دی. جیو نیوز په خپل رپوټ کې زیاته کړي چې د دوی خبریال د پاکستان د احصايي له مرکز یا «نادرا» څخه معلومات ترلاسه کړي چې دغه هلک پاکستانۍ تذکره نه لري. رپوټ همدا راز روښانه کړې چې هغه افغان دی او په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسیږي.

ارشد خان خپله کيسه کوي

جیو نیزو د پاکستان د احصايي ادارې د چارواکو په حواله لیکلي چې ارشد خان یا چای والا د قندهار اوسیدونکی دی او د هغه پلار بازمحمد دوه ودونه کړي او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ثبت کارت هم نه لري.

په رپوټ کې همدا راز راغلي چې ارشد خان د جعلي اسنادو په واسطه، جعلي پاکستانۍ تذکره او پاسپورت ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ارشد خان بیا ادعا کوي چې پاکستانی او د خیبر پختونخوا د مردان اوسیدونکی دی. هغه همدا راز ویلي چې پلار یې د پاکستان د سرګودها اوسیدونکی دی. د هغه په حواله د هغه پلار په ۱۹۸۴م کال کې سعودي عربستان ته تللی او هلته یې ۱۳ کاله مزدوري کړي. هغه زیاتوي چې تر دې وروسته یې له کورنۍ سره د اسلام آباد په یوه سیمه کې ژوند پیل کړی دی.

جیو نیوز په خپل رپوت کې همدا راز لیکلي چې د شنو سترګ هلک یا چای والا د جون میاشتې په ۱۵ نیټه په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د پاکستان د احصايي له ادارې یا نادرا څخه د تذکري اخیستني انځورونه خپاره کړل خو بیا د جیون نیوز تر رابطې وروسته یې دغه انځورونه پاک کړل.

جیو نیوز / خ. ح