1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې طالبان د دوو بهرنیانو آزادولو ته راضي کړي

۱۳۹۷ بهمن ۲۲, دوشنبه

انترفاکس خبري آژانس د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیه توانیدلې ده چې د طالبانو له بنده دوه مالدیويان آزاد کړي. هغوی درې کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د یوه مرستندویه ماموریت پر مهال د طالبانو لاس ته لویدلي ول.

https://p.dw.com/p/3D86e
Afghanistan Konferenz in Moskau Lawrow
انځور: Reuters/S. Karpukhin

روسیه چې طالبان یو ترهګر سازمان بولي، تیره اوونۍ يې د دې ډلې د یو شمیر استازو کوربه توب وکړ او له یو شمیر افغان سیاستوالو سره یې د هغوی د غونډې زمینه برابره کړه. په دغو سیاستوالو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم شامل وو.

د انترفاکس خبري آژانس په حواله د مالدیو ولسمشر ایګور دودن، د دې هیواد په پلازمینه کې خبریالانو ته ویلي دي: «د روانې اوونۍ په پای او یا هم د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به زه مسکو ته ولاړ شم چې بیرته د الوتکې له [آزادو شویو] کارکوونکو سره کیشینو ته ستون شم.»

دودن توانیدلی چې په وروستیو وختونو کې له روسیې سره ښې اړیکې رامنځ ته کړي. هغه د وروستی وار دوې اوونۍ مخکې روسیې ته تللی وو چې د دې هیواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وويني.

دودن «ای پي این» مالدويايي خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو کسانو آزادي یوازې د «روسیې د مرستې او رهبرۍ» له کبله ممکنه شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې په دې اړه یې پخپله له روسیې څخه شخصي غوښتنه کړې وه.

روسیې په وروستیو وختونو کې د افغانستان د سولې په هڅو کې خپل نقش پراخ کړی دی. دغه هیواد د تیرکال په پای کې هم د طالب استازو او د افغانستان د سولې عالي شورا د یوه پلاوې د ناستې کوربه وو.