1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي او سویلي کوریا مستقیمي خبري اتري پيل کړې

۱۳۹۶ دی ۱۹, سه‌شنبه

کابو دوه کاله بشپړه چوپتیا وه، خو اوس شمالي او سویلي کوریا مستقیمي خبري اتري پیل کړي دي. د خبرو اترو موضوع په سویلي کوریا کې د اولمپیک په ترسره کیدونکو سیالیو کې د شمالي کوریا د لوبغاړو برخه اخیستل دي.

https://p.dw.com/p/2qXk2
Südkorea Gespräche zwischen Nord- und Südkorea in Panmunjom
انځور: picture-alliance/dpa/YNA

شمالي او سویلي کوریا دوه کاله وروسته بیا مستقیمي خبرې اترې پیل کړې. د سویلي کوریا په پلازمینه سیول کې د بیا یو ځای کیدو چارو وزارت ویلي دي چې په غیر پوځي شوي سیمه پنمون یوم، کې د دواړو هیوادونو تر منځ غونډه د سویلي کوریا د پلاوي تر افتتاحیه بیانیې وروسته پيل شوه.

د سویلي کوریا د پنځه کسیز پلاوي مشري د بیا یو ځای کیدو چارو وزیر چو مایونګ ګیون، کوي. د شمالي کوریا د پلاوي مشري بیا د کوریا د دننه چارو له پاره ځانګړی استازي ري سون ګون، کوي. په ۱۹۵۳م کال کې په ویشل شوي دغه نیمه ټاپو کې په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا له لوري تر پوځې لمسونو وروسته شخړې لا پسې زور اخیستې.

شمالي کوریا په المپیک سیالیو کې د ګډون له پاره ټیم استوي

د خبرو اترو په اصلي موضوعاتو کې د المپیک په ژمني سیالیو کې د شمالي کوریا د لوبغاړو ګډون شامل دی. دغه سیالۍ په فبرورۍ میاشت کې د سویلي کوریا په پیونګ چانګ، ښار کې تر سره کیږي. شمالي کوریا غواړي چې یو جګپوړ پلاوی، لوبغاړي، د مینه والو یوه ډله، د هنرمندانو یوه ډله او همداشان د تیکواندو د نمایش یوه ډله سویلي کوریا ته واستوي.

Südkorea Gespräche zwischen Nord- und Südkorea in Panmunjom
د شمالي کوریا پلاوی د خبرو اترو په ځای کېانځور: picture-alliance/AP Photo/Yonhap/Korea Pool

د یونهاپ، خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه خبره د شمالي کوریا مرکچیانو کړې ده. د دې په بدل کې د سویلي کوریا پلاوي د بشري موضوعاتو پر سر خبرو اترو وړاندیز کړی دی. ویل شوي دي چې په دواړو هیوادونو کې د سره صلیب ادارې به د کوریا د جلا شوو کورنیو تر منځ د نوو ملاقاتو پر سر وغږیږي.

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، د نوي کال په تړاو بیانیه کې سویلي کوریا ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو او د اولمپیک په سیالیو کې یې د ګډون یادونه کړې وه. خو په عین وخت کې هغه د خپل هیواد اتومي او توغندیو پروګرام پر دوام باندې ټینګار کړی وو.

د شمالي کوریا له پاره وخت ډیر کم دی، که چیرې غواړي په پیونګ چانګ، کې د اولمپیک په ژمني سیالیو کې ونډه واخلي. په اصل کې دغه هیواد د لوبغاړو د ثبتولو له پاره نیټه له لاسه ورکړې. خو سویلي کوریا او د اولمپیک نړیواله کمیټه (آی او سي) غواړي چې شمالي کوریا په سیالیو کې ګډون وکړي. د هغوی له نظره دا د سولې له پاره یو مهم سمبول دی. آی او سي، کولای شي شمالي کوریا ته په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

sr/nz (rtr, dpa)

زموږ له آرشیف څخه د انځورونوګالري: