1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو د سولې په اړه د ترمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

۱۳۹۶ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

طالبانو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د سولې خبرو اترو ردیدل، افغان حکومت ته یو دیکته یا امر دی. ترمپ په کابل کې تر وروستي برید وروسته وویل چې اوس به له طالبانو سره خبرې و نه شي.

https://p.dw.com/p/2rlMo
Afghanistan Symbolbild Taliban-Kämpfer
انځور: picture alliance/Photoshot

د سه شنبې په ورځ د طالبانو له خوا په انګلیسي ژبه یوه بیانیه خپره شوه چې په کې راغلي دي: «د جګړې او سولې اصلي صلاحیت د کابل د رژیم په لاس کې نه دی، بلکې د امریکایي اشغالګرو په لاس کې دی.»

طالبان د کابل حکومت د امریکا متحده ایالات لاس ناستی بولي او وایي چې د سولې خبرې اترې به یوازې له واشنګټن سره وکړي. امریکا بیا تر دې مخکې د افغانستان په مشرۍ د سولې د یوه احتمالي بهیر ملاتړ کاوه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې روانې «بې رحمۍ» پر ضد خبرې وکړې او ويي ویل چې اوس به یې هیواد له طالبانو سره خبرې اترې و نه کړي.

په داسې حال کې چې طالبانو روښانه کړې ده چې اوس هم د سولې خبرې اترې یو انتخاب دي، خو بیا یې هم په بیانیه کې ګواښ کړی دی چې د ترمپ له خوا د خبرو اترو پر ضد دریځ به په افغانستان کې د لا ډیرې جګړې او وینې تویدنې لامل شي.

طالبانو په کابل کې د تیرې اوونۍ برید پر غاړه اخیستې ده چې په پایله کې یې له ۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او ډیر شمیر نور بیا ټپیان شول.

د افغانستان د حکومت دریځ

په عین وخت کې افغان حکومت ویلي دي چې د جګړې په ډګر کې به طالبانو ته ماته ورکړې. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي له رویټرز خبري آژانس سره به خبرو کې ویلي دي په داسې حال کې چې حکومت طالبان د سولې خبرو اترو ته تشویق کړل په کابل کې وروستي بریدونه له «سرې کرښې» څخه اوښتل وو: «طالبان له سرې کرښې واوښتل او د سولې چانس یې له لاسه ورکړ.»

شاه حسین مرتضوي یادونه وکړه چې «موږ به د جګړې په ډګر کې سوله ولټوو. هغوی به څنډې ته کړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې مرتضوي د ترمپ د وروستیو څرګندونو په هکله له تبصرې کولو ډډه وکړه.