1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له فرانسې څخه بریتانیا ته د مهاجرو ناقانونه مهاجرت

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

له فرانسې څخه بريتانيا ته د مانش کانال له لارې د مهاجرو د تګ هڅو له زیاتیدو سره، د بریتانيا د پارلمان غړو د خطر زنګ وهلی دی. دا کار د دې سبب شوی چې د بریتانیا د مهاجرت چارو وزیره بندري ښار ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/3AoIy
EU Geflüchtete auf Schlauchboot im Ärmelkanal
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Nationale

د تیرې سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر۲۵نیټه) بریتانوي او فرانسوي چارواکو د فرانسې او بریتانيا ترمنځ په دغه کانال کې په پنځو کښتیو کې سپاره د عراق، ایران او افغانستان شاوخوا ۴۰ مهاجر وژغورل. په دوی کې کوچنيان هم ول. تر هغه وروسته هم په کوچنیو کښتیو کې سپاره ۱۲ نور پناه غوښتونکي و موندل شول. سربیره پر دې د جمعې په ورځ ځايي چارواکو په یوه بله کښتې کې د سوریې او عراق ۱۲ کسان وژغورله.

اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د مهاجرت په چارو کې وزیره کارولینا نوکیس د ډوفر ښار د ځايي پارلمان له غړي چارلي ایلپیچکي سره ملاقات وکړي. ایلپیچکي په دې کانال کې د ګزمو په موخه د لا ډیرو کښتیو غوښتنه کړې څو په دې سیمه کې د قاچاقبرانو شبکې له منځه یوړل شي.

دغه اقدام یوه ورځ  وروسته له هغه کيږي چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید د مانش په نامه د دې کانال له لارې د پناه غوښتونکو د تیریدو مخ پر ډیریدونکي هڅې «یوه ستره پیښه» یاده کړه. د رپوټونو په حواله جاوید د فرانسې له چارواکو سره د خبرو غوښتنه کړې، څو د نوي کال رخصتیو پرمهال فرانسه د مانش کانال له لارې د مهاجرو د تیریدو ډیریدونکو هڅو ته د حل لار پیدا کړي.

له کلونو راهیسې په زرونو پناه غوښتونکو او مهاجرو د فرانسې کانال بندرونو ته په دې نیت مخه کړې څو په ناقانونه توګه بریتانیا ته واوړي. د دوی زیاتره یې په برتانیا کې یا د کورنۍ غړي او یا هم خپلوان لري.

پر دې ټولو سربیره په ۲۰۱۶م کال کې د فرانسې چارواکو د فرانسې په کاله کې د جنګل په نامه د مهاجرو یو داسې کمپ ویجاړ کړ چې پکې د اټکلونو له مخې شاوخوا۶۰۰۰ کسان میشت ول. له هغه وخت راهیسې د دې هیواد پولیسو په دوامداره توګه نور کوچني کمپونه هم تخلیه کړي دي.