1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په روان کال کې تر ۸۳ زرو زيات افغانان بېځایه شوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د جګړې له کبله د روان کال له پیل راهیسي تر ۸۳ زرو ډیر کسان بېځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2xL99
Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
انځور: DW/Omid Deedar

دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ ناوخته خپور شوی دی چې پکښې راغلي دي چې په ټول افغانستان کې د کال له پیل راهیسې ۸۳۳۴۵ کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې له دې ډلې څخه ۱۹۸۰۰ یې یوازي تیره اوونۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د فاریاب ولایت له آلمار ولسوالۍ څخه ۹۰۰۰ تنه او د کندز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ څخه ۷۰۰۰ کسان د جګړې د تودیدو له کبله له خپلو مېنو بېځايه شوي دي.

د قلعه ذال جګړو څخه تښتيدلو کورونيو سره مرستې نه دي شوي

تیر کال د جګړو له کبله تر ۴۴۵۰۰۰ زيات افغانان د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه اوس په څو جبهو کې د طالبانو او نورو وسله والو یاغي ډولو پر ضد جګړه کوي. پر طالبانو سربیره د افغان ځواکونو نوی سرخوږی داعش ترهګره ډله ده چې په وروستیو وختونو کې یې د افغانستان په ځينو سیمو کې خپل حضور پراخ کړی او پر دې سربیره په کابل کې خونړي بریدونه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په فبروري میاشت کې طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړاندیز وکړ چې پکښې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندل او پر اساسي قانون باندي بحث هم شامل وو. خو وسله والو بیا د سولې دې وړاندیز ته د خپلو بریدونو له ډیرولو سره ځواب ویلی دی.