1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل له خپل متحد ګوند سره د مهاجرو پر سیاست بحث وکړ

۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې له خپل متحد ګوند CSU سره پر دې خبرې کړي چې څرنګه له زرغون او آزاد دیموکرات ګوندونو سره یو ایتلافي حکومت جوړ کړي. د مهاجرو له پاره د ۲۰۰ زره سرحد ټاکل د بحث له اساسي موضوعګانو څخه وو.

https://p.dw.com/p/2lUEn
Deutschland Beratungen von CDU und CSU über gemeinsamen Kurs im Konrad-Adenauer-Haus
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

په برلين کې د کونرات ادینوور، له ودانۍ څخه چیرې چې تیره شپه دغو خبرو اترو جریان لره د حل لارې پر یوه پاکیټ باندې د موافقې په اړه خبرې کیږي. خو په دې پاکیټ کې پر کومو موضوعګانو باندې توافق شامل دی؟ د یکشنبې په شپه تر اوږدو خبرو اترو وروسته هیڅ څوک هم نه غواړي په رسمي ډول په دې هکله څه ووایې.

هغه خبریالان چې د غونډې د باندې منتظر ول تمه یې درلوده چې د هغو مسائلو په اړه چې د آلمان مسیحي دیموکرات (CDU) او د سوسیال مسیحي اتحاد (CSU) مشرانو د نظر اختلاف درلود او بحث یې پرې کړی له دوی سره به شریک شي.

خو په دغو خبرو اترو کې پر یوې فورمول بندۍ موافقه رامنځته شوه چې د بشردوستانه دلایلو له امله د «خالص مهاجرت» کچه باید په کال کې تر ۲۰۰ زرو لوړه نه شي.

خالص مهاجرت یعنې څه؟ د تیرې شپې د پریکړې په متن کې راغلي دي چې آلمان ته داخلیدونکي او له دغه هیواد څخه بیرته خارجیدونکي کسان باید محاسبه شي. د مهاجرو راتګ ته د نهایې حد ټاکلو کلیمه نه ده یاده شوې.

په سند کې څه راغلي؟

په دې اړه په اسنادو کې دقیق لیکل شوي: «موږ غواړو دې هدف ته ورسیږو چې د بشردوستانه لاملونو له کبله د مهاجرو، پناغوښتونکو، فرعي حفاظت یا د دویمې درجې مهاجرو، د کورنۍ الحاق، له آلمان څخه بی ځایه کیدونکو او نویو استوګنو د قبلولو شمیر په کال کې له ۲۰۰ زرو انسانانو څخه لوړ نه شي.»

د کارپوهانو له پاره فورمول بندي، هغه چې دوی یې باید د نیدرزاکسن ایالت او بایرن ایالت رای ورکونکو ته توضیح کړي په دې ډول دی: فرعي یا د دویمې درجې مهاجر، هغه دي چې د محدود وخت له پاره حفاظت ترلاسه کوي. بی ځایه شوي او نوي استوګن بیا د مهاجرو د بیا ځای پر ځای کولو په معنی دي. 

هغه مهاجر چې کاري قوه ګڼل کیږي او په اروپا کې دننه مهاجرتونه کوي په دغې شمیرې کې نه دي شامل. 

د یکشنبې ورځ تر غرمې وروسته د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل چې د CDU مسیحي دیموکرات ګوند مشره ده، د بایرن ایالت لومړي وزیر هورس زیهوفر چې په عین وخت کې د CSU یا سوسیال مسیحي ګوند مشر او د CDU متحد هم دی، او د نورو کوچنیو ګوندونو مشرانو یوې موافقې ته د رسیدو کوښښ کاوه، دا په داسې حال کې چې د CDU او CSU دواړه ګوندونه د آلمان په عمومي ټاکنو د ډیرو رایو د له لاسه ورکولو له پاره تر فشار لاندې دي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغو خبرو اترو چې نږدې ۱۲ ساعتونه یې دوام وکړ، ځینې وختونه به د ګوند د غړو تر منځ خپلمنځي خبرو او یا هم د دوه په دوه خبرو اترو له امله قطع کیدې. دا چې له دغې مصالحې یا موافقې څخه څه نتیجه ترلاسه شوې نن د دوشنبې ورځې د غرمې په ۱۲ بجو به یې میرکل او زیهوفر په برلین کې اعلان کړي.