1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نایجیریا: د کلیسا د چت د لويدو له امله ۲۰۰ تنه مړه شوي

۱۳۹۵ آذر ۲۱, یکشنبه

په سویلي نایجیریا کې د یوه کلیسا د چت د لوېدو له امله ۲۰۰ انسانان وژل شوي. دغه کليسا د نایجیریا د اَکوَا اِبوم ایالت په مرکز اویو کې موقعیت درلود. سیمه ييزو چارواکو د پيښې د لامل پيدا کولو په هکله د تحقیقاتو امر کړی.

https://p.dw.com/p/2U6Hy
Nigeria Einsturz Kirche
انځور: picture alliance / dpa

د اَکوَا اِبوم په ایالت کې میډیکل یونیورسټي یا پوهنتون روغتون مشر ایتیتي پیترز، وایې چې د چرچ یا کليسا د چت د غورځیدو له امله ۲۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړي اندیښنه ښودلې چې د خرابو تر ليري کولو وروسته کیدای شي د وژل شویو عبادت کوونکو شمیر نور هم لوړ شي.

د اویو ښار یو ځوان سیاستوال ایدکان پیترز، وایې چې د ښار په څو مرده خانو (د مړو په یخچالو) کې جسدونه ایښودل شوي دي چې د هغه په خبره دا د مړو په دقیق شمیر کې نه دي شامل کړای شوي.

د چت غورځیدنې دغه پيښه د اویوو ښار په (رایګنر بائبل چرچ) کې رامنځته شوې. د دغه کلیسا د جوړونې ساختماني چارې خپل وروستي پړاو ته رسیدلي وې. کارګر د پرانيستې د مراسمو له پاره د وروستیو ودانیزو چارو د بشپړولو په هڅه کې ول، چې د دغه پراخ تالار د ودانې چت پر عبادت کوونکو را ولوید.

د دغې پيښې پر مهال د ایالتي وزیر سربیره په لسګونو کسانو په دغه کلیسا کې حضور درلود. د کانکریټ او اوسپنیزو سیخانو څخه د جوړ شوي چت د خرابو د لیري کولو کار جریان لري.

د کشیش په توګه د دغه کلیسا د بنسټ ایښودونکي د هغه پر مقام یا چوکۍ د کښینولو بندوبست شوی وو. په دغو مراسمو کې د اَکوَا اِبوم ایالت ګورنر ادوم مانویل هم شتون درلود. د چهت تر غورځیدو وروسته د کلیسا کشیش اکان ویکس، او ایالتي وزیر ادوم مانویل په حیرانونکي توګه له ټپي کیدو بچ پاتې شوي دي او کوم زیان ورته نه دی رسیدلی.

د ایالتي وزیر ویاند ویلي دي چې حکومت په دغه کلیسا کې د استعمالیدونکو موادو د کیفیت او استحکام په هکله د تحقیقاتو پیلولو امر کړی دی. په بیانیان کې زیاته شوي چې که د پيښې په هکله د خیانت شواهد ترلاسه شي، نو په د دې پروژۍ په ساختماني کارونو کې ښکیل ټول کسان به د محکمې په کټاره کې ودروي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.08.2015):