1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

يوه ښځه څرنگه ۲۷ کاله وروسته له بې هوښئ راووتله؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د متحده عربي اماراتو يوه مېرمن چي ۲۷ کاله مخکي د موټر په ټکر کي تر سخت ټپي کيدو وروسته بې هوښه شوې وه، اوس بيرته پر هوښ راغلې ده.

https://p.dw.com/p/3HOjT
Deutschland Schön Klinik in Bad Aibling
انځور: picture-alliance/dpa/Schön Klinik

د منيره عبدالله کورنۍ اعلان کړی دی چې هغه د آلمان په يوه روغتون کې د تيرکال په می مياشت کې تر بيداريدو وروسته اوس په کور کې ده. هغه په ۱۹۹۱م کال کې د موټر په ټکر کې تر سخت ټپي کيدو وروسته آلمان ته را وړل شوې وه.

منيره عبدالله د هغي ترافيکي پيښې پر وخت چې دا یې سخته ټپي کړه، ۳۲ کلنه وه. په روغتون کې تر ۲۷ کلونو تيرولو وروسته هغه اوس ۶۰ کلنه ده او په متحده عربي اماراتو کې بيرته له خپلې کورنۍ سره يوځای شوې ده.

د هغې زوی عمر چې تر ټکر لږ دمخه مور له ښوونځي څخه راخيستې وو او هغه هم په موټر کې وو، وويل که څه هم چې مور یې د تېر کال په مي مياشت کې بيرته پر هوښ راغلې وه خو کورنۍ یې پريکړه کړې وه چې د وضعيت تر ښه کیدو وروسته به دا خبر له نورو سره شريکوي او د چهار شنبې په ورځ یې د هغې د راويښيدو اعلان وکړ.

عمر چې د پېښې پر وخت څلور کلن وو، هم ټپي شوی وو. هغه خبريالانو ته وويل: «موږ خپله کيسه ځکه له نورو سره شريکو چې هغو کسانو ته يو څه هيله مندي ورکړو چې ورته حالت لري.»

«له کلونو راهيسې دې شيبې ته په انتظار وم»

عمر چې له خپلې مور سره آلمان ته راغلی وو او له څنگه یې نه جلا کيده، وايي: «ما له کلونو راهيسې د دې شيبې انتظار کاوه او هغې لومړی زما نوم واخيست.»

منيره د آلمان په جنوب کې د باد ايبلنگ په « Schöِn Clinic» روغتون کې تر درملنې لاندي وه. هغه د اماراتو د سفارت په سپارښتنه په دغه روغتون کې بستر شوې وه. د روغتون وياندې استرید رايننگ وويل: «دا لکه يوه معجره بريښي خو په اصل کې یې وجه په روغتون کې ښه درملنه او پالنه وه.»

فريدمن ميولر چې د مغزو او اعصابو متخصص دی، په باد ايبلنگ کې یې د منيره پالنه کوله، وايي چې د بې هوښۍ او «لږ شعور» دا حالت بايد سړی له کوما سره غلط نه کړي.

ورو پرمختگ

هغه زياته کړه چې دا يو ورو پروسه وه :«هيڅ يو مريض ۲۷ کاله وروسته له کوما څخه هسې يو ناڅاپي نه را ويښيږي. د ناروغ جسمي او دماغي حالت د يو څو اوونيو په موده کې په کرار کرار ښه کيږي. هغه (منيره) اوس له خپل چاپيريال سره بيرته په شعوري توگه په تماس کې ده او په خپل کورني ژوند کې برخه اخلي.»

ډاکترانو د منيره درملنه د فزيو تراپي، درملو، عملياتو او حسونو د تحريکو له لارې کوله. هغه چې سخته معيوبه ده، اوس په ويلچير کي گرځي.

ميولر وويل چې د روغتون ډاکترانو د منيره د درملنې په موخه يوه هر اړخیزه لاره غوره کړې وه. وخت په وخت د هغې د عضلات کنتروليدل، درمل به تغيريدل او هغه به یې دباندې طبيعت ته ويستله څو د مرغانو غږونه واوري.

ميولر زياته کړه: «دا يوه ډېر غير عادي قضيه ده خو يوازنۍ نه ده.» هغه هم وويل چې د منيره قضيه د ورته حالت لرونکو مریضانو له پاره يو څه هيله مندي پيدا کوي.

د منيره عبدالله زوی عمر وويل: «ډېرو ډاکترانو موږ ته ويلي ول چې د ۱۵ او ۲۰ کلونو تر کوما وروسته دېر انتظار بايد ونه لرو. خو ما دا هيڅکله نه وه منلې.» هغه زياته کړه: «هر څه د الله په لاس کې دي. زه هيڅکله ناهیلی شوی نه ووم.»

(B.S/N.Z (AFP, AP, dpa

زموږ له آرشيف څخه: