1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه ۱۵کلن يوه آلمانۍ په چاقو وژلې ده

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

يو ۱۵کلن افغان د يوې آلمانۍ نجلۍ د قتل په تور د دغه هيواد د راينلند فلڅ ايالت په کانديل ښار کي نیول سوی دئ. پوليسو ويلي دي چي دغه ځوان په يوه مغازه کي له يوې نجلۍ سره تر مشاجرې وروسته هغه په چاقو وهلې او وژلې ده.

https://p.dw.com/p/2q2R1
Symbolbild Mord Ehrenmord Messer
انځور: bilderbox

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي يوه ۱۵ کلن افغان د چهارشنبې په ورځ پر يوې نجلۍ باندي د راينلند فلڅ ايالت په کانديل ښار کي حمله کړې ده. دغه نجلۍ بيا د سختو ټپو له امله په روغتون کي مړه سوې ده.

پوليسو ويلي دي چي دغه پيښه د دغو دوو ځوانانو ترمنځ تر يوې مشاجرې وروسته په يوه مغازه کي سوې ده. بريد کوونکی تر حملې وروسته د خلکو په مرسته پوليسو نيولی دئ. پتېيل سوې ده چي نن به يوه محکمه د هغه د توقيف په اړه تصميم ونيسي.

که څه هم چي تر اوسه پوري د دغه قتل انگېزه روښانه نه ده، خو «دي راينلند فلڅ» ورځپاڼي ليکلي دي چي دغو دوو ځوانانو يو له بله سره دوستانه اړيکي لرلې او دغه پيښه د دوی له اړيکو راپورته سوې.

په دې اړه چي آيا دغه ځوان يو افغان مهاجرو که نه، تر اوسه پوري څه ويل سوي نه دي.

AFP,DPA(N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: