1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پر ماشومانو د جنسي تیري پيښي زياتي شوي دي

۱۳۹۷ دی ۲۰, پنجشنبه

د بشري او ماشومانو د حقونو مدافع ټولنو د فدرالي محتسب پر هغه رپوټ اندېښنه څرگنده کړې ده چې پکښې له ماشومانو سره د جنسي تیري د پيښو د زياتېدو خبره شوې وه.

https://p.dw.com/p/3BIPZ
Pakistan Kindesmissbrauch Hussain Khan Wala
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

فدرالي محتسب سيد طاهر شهباز د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې يوې خبري ناستې ته وويل چې په ۲۰۱۷م کال کې په ټول هيواد کې له ماشومانو سره د جنسي تیري ۴۱۳۹ پيښي رامنځته شوي دي. د نوموړي په حواله تر ټولو زياتې دا ډول پيښې په پنجاب ایالت کې ثبت شوي چې شمير یې ۱۰۷۹ ته رسيږي.

طاهر شهباز زياته کړه چې د دغه ایالت په قصور ښار کې په تیرو لسو کلونو کې پر ماشومانو د زياتي ۲۷۲ پيښې ثبت شوي چې بانفوذه کسان پکښې ښکيل ول.

پر دې رپوټ د ماشومانو او بشري حقونو له پاره کارکوونکو ټولنو سخته اندېښنه څرگنده کړې ده. د بشري حقونو د ملي کمیسيون يوه غړي انيس هارون له دويچه ويله سره په دې هکله خپله اندېښنه شريکه کړه: «په دې وروستيو کې له ماشومانو سره د جنسي تیري د مخنيوي په موخه قوانين جوړ شوي دي چې له مخې یې د مثال په توگه د ماشوم ساتنې ادارې په ډول ادارې په ټولو ايالتونو کې شته. د دې پيښو د مخنيوي قوانين هم موجود دي خو دا په جدي توگه نه عملي کيږي.»

د انيس هارون په حواله د دې يو علت د « Referral System » يا د تعرفې د سستم  نه شتون دی. هغه زياتوي: «موږ په سيند ايالت کې د دې قوانینو د اصلاحات خبره کړې ده او وړاندیز مو کړی دی چې ريفرل سستم بايد د دې قوانينو برخه وگرځي څو دا واضح شي چې که له يوه ماشوم سره جنسي تیري شوی وي نو د دې په اړه لومړی چاته مراجعه وشي او طبي مرسته ورته په څه ډول هر وخت ورکړله شي.»

 انيس هارون مخکې په خپلو خبرو کې وويل: «تر ټولو مهم دا چې د دې د رواني حالت د ښه کولو له پاره او په دې برخه کې د مرستې د ترلاسه کولو له  پاره ماشوم، چيرته وليږدول شي او همداسې نور.» د نوموړي په خبره په دې برخه کې کار روان دی او د سيند حکومت او يونيسف هم همکاري کوی. د انيس هارون په خبره د ماشومانو د حقونو کميسیون هم په دې هکله هلې ځلې کوي چې دا به د دې ډول ستونزو په کمښت کې نوره مرسته هم وکړي.

Bildergalerie Weltkindertag Kinder in Islamabad
د رپوټ په حواله پر ماشومانو د جنسي تیري زياتره پېښې په لیرې پرتو کليو کې رامنځته کيږيانځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seher

تير کال د قصور د زينب په نوم د يوې کوچنۍ نجلۍ قتل په ټول پاکستان کې خلک سخت په غوسه کړي ول. زينب تر جنسي تيري وروسته ووژل شوه. د زينب قاتل بيا ونيول شو او د مرگ سزا ورته ورکړل شوه.

د کارپوهانو په آند د جنسي تیري له پيښې سره بايد دا ډول چلن وشي. د کوچنيانو د حقونو مدافع سازمان «ساحل» د وياند ممتاز حسين گوهر په خبره د عدلي سستم ضعف او د پلټونکو غفلت د دې ډول پيښو د زياتېدو عوامل دي.

د اټکلونو پر اساس پر ماشومانو د جنسي تیري ۷۶ سلنه پيښې په کليو او ليرې پرتو سيمو کې کيږي. د ممتاز حسين گوهر په آند په کليو کې ټولنیز فشار ډېر زيات وي چې گټه یې عموماً جنايتکارانو ته رسيږي. نوموړی زياتوي: «په کليو کې محکمې موجودې نه وي او عدليې ادارې زياتره ليري وي.

بې وزله کورنۍ دومره وسايل نه لري چې هره ورځ ښار ته ولاړ شي. له همدې کبله هغوي د جنايت کارانو سره روغې جوړې ته مجبوريږی. همدا راز په دې ډول پېښو کې مور او پلار له شرمه له خپل اولاد سره شوی تیری پټوي چې دا دې سبب گرځي چې پر وخت د ماشوم طبي معاينه نه کيږي او مهم شواهد له منځه ځي. له همدې کبله د مجرم دريځ قوي شي او په آسانۍ سره ورته برائت ورکړل شي.»

د ممتاز گوهر په آند حکومت بايد په کليو او لیرې پرتو سيمو کې د پلټنې عصري ادارې رامنځته کړي، د پوليسو سستم سم کړي او په دغو سيمو کې د عدلي ادارو جال خپور کړي څو له ماشومانو سره عدالت وشي او د دې ډول پيښو مخه ونيوله شي.

زموږ له آرشيف څخه: