1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سوریه بریدونه غبرګونونه او ملاتړ له ځانه سره لري

۱۳۹۷ فروردین ۲۵, شنبه

په سوریه کې د کیمیاوي وسلو تر استفادې وروسته، متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیا نن په سوریه کې هدفي بمبارۍ کړي دي. دغو بمباریو د ځینو هیوادونو ملاتړ او بیا د ځینو نورو هیوادونو غبرګون را پارولی دی.

https://p.dw.com/p/2w32e
Syrien Damaskus Militärschlag
انځور: Imago/Xinhua/A. Safarjalani

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۱۳مه نېټه) اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د سوریې د پوځ پر هغو سیمو هدفي بمباري کړې چې باور کیږي په دوما کې د تیرې اونۍ د کیمیاوي برید وسلې ساتل کیږي. متحده ایالاتو ویلي وو چې دغه کیمیاوي برید د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو ترسره کړی دی.

ترمپ د برید په هکله وویل: «دغه شیطاني او بدمرغه برید میندې، پلرونه، کوچني ماشومان او تنکي ځوانان په داسې درد اخته کړل چې د تنفس له پاره یې هڅه کوله.» ولسمشر ترمپ همدا راز زیاته کړې چې دغه عملونه د انسان کار نه دی. دا د یوه دیو جرمي کارونه دي.

بریتانیا: موږ بل بدیل نه درلود

پر سوریه باندې د هوايي بریدونو په هکله د ولسمشر ترمپ تر اعلان وروسته، د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریسا مې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې بریتانیا د له ځواک څخه د کار اخیستنې په عوض بل کوم بدیل نه درلود. په اعلامیه کې راغلي: «موږ د دې اجازه نه ورکوو چې د سوریې په داخل، د بریتانیا په سړکونو او یا د نړۍ په بله برخه کې د کیمیاوي وسلو کارول دې په یوه عادي کار بدل شي.»

په اعلامیه کې مې په حواله لیکل شوي چې دغه بریدونه په دقیقه توګه د سوریې د کیمیاوي وسلو وړتیاوې په نخښه کوي او دا چې دغه درې اړخیزه ائتلاف هیڅ اراده نه لري چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې مداخله وکړي او یا هم په دې هیواد کې رژیم بدل کړي.

Infografik Karte Luftangriffe auf Syrien ENG

فرانسه: اسد سره کښه ماته کړې

د بریتانیا سربیره د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم ویلي چې دغه ګډ عملیات به د سوریې د حکومت «مخفي کیمیاوي وسلې» په نخښه کړي. ماکرون زیاته کړې چې د سوریې په دوما کې د تیرې اونۍ کیمیاوي برید د فرانسې سره کرښه ماته کړې. نوموړي ویلي چې موږ  دا نه شو زغملی چې د کیمیاوي وسلو کارونه دې بې ارزښته وګڼل شي کوم چې د سوریې خلکو او زموږ مجموعي امنیت ته جدي ګواښ رامنځ ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې روان اونۍ دغو درې واړو هیوادونو ویلي وو چې دوی داسې شواهد په لاس کې لري چې د دې ښکارندويي کوي چې د بشارالاسد حکومت د تیرې شنبې ورځې د برید مسوول دی او دا چې دغه رژیم باید د کیمیاوي وسلو د کارولو قیمت پرې کړي.

بل لوري ته بیا ولسمشر ترمپ په مستقیمه توګه د سوریې ملاتړي هیوادونو یعنې روسیې او ایران ته په خطاب کې ویلي: «کوم ملت بې ګناه سړیو، میرمنو او ماشومانو د عامه وژونکي سره ځان ګډ وګڼي.» ولسمشر ترمپ زیاته کړې چې د نړۍ ملتونه له دې ارزول کیږي چې دوی څه راز ملګري ساتي.

Iran Ayatollah Ali Khamenei, Oberster Religionsführer
انځور: Reuters/Leader.ir

د ایران او روسیې دريځ او غبرګون

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ایی بیا ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیا له لوري پر سوریې باندې برید یو جرم دی او هیڅ راز لاسته راوړنې به ونه لري.

خامنه ایي پر خپله ټویټر پاڼه د دې بریدونو په هکله لیکلي: «پر سوریه باندې د نن سهار بریدونه یو جرم دی. زه په واضح ډول دا اعلانوم چې د امریکا متحده ایالاتو او فرانسې ولسمشران او د بریتانیا لومړۍ وزیره مجرمین دي.» خامنه ایی زیاتوي چې لکه څرنګه چې دوی پخوا افغانستان، عراق او سوریې ته تللي او دې ته ورته جرمونه یې پرته له ګټې ترسره کړي، دوی به [په سوریه کې له بریدونو] ګټه ترلاسه نه کړي.

Syrien Ost-Ghouta Putin Assad Wandbilder
انځور: Reuters/O. Sanadiki

روسې بیا پر سوریه باندې دغه برید غندلی او دغه اقدام یې د یرغل په توګه یاد کړی کوم چې د روسیې په حواله دغه اقدام به په سوریه کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړي. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا، فرانسې او بریتانیا له لوري پر سوریې باندې د دې بریدونو په هکله مسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنې ناستې غوښتنه کړې ده. پوتین همدا راز ویلي چې دغه برید د نړیوالو اړیکو په ټول سیستم باندې بد اغیز کوي. نوموړي پر امریکا او د دوی پر متحدینو له دې امله هم نیوکه کړې چې د د کیمیاوي وسلو د نړیوالې څارګرې ادارې پلټونو ته یې انتظار نه دی ویستلی.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژان کلواده یونکر وايي چې هغوی چې پر کیمیاوي وسلو تکیه کوي باید د نړیوالو له خوا مسوول وګڼل شي. یونکر همدا راز ویلي چې تیره اونۍ د سوریې په دوما کې شکمن زهرجن برید د سوریې د رژیم له لوري ترسره شوی دی.

Berlin Pressekonferenz Angela Merkel und Theresa May
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل هم د دې برید په هکله غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې پر سوریه باندې د ائتلاف له لوري برید د هغې په خبره «یو لازم او مناسب اقدام» وو. میرکل ویلي چې متحده ایالات، فرانسه او بریتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه په دې ډول مسوولیت منلی دی. د میرکل تر دې وړاندې ویلي وو چې آلمان به د سوریې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې په نظامي اقدام کې برخه وانخلي.

زموږ له آرشیف څخه: