1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو او سیمه ایزو خلکو تر منځ اخ و ډب

۱۳۹۶ دی ۲۵, دوشنبه

په پيل کې یو بل ته سپکاوی او بالاخره فزیکي شخړه رامنځته شوه. د آلمان په ورسن کې د بهرنیانو او سیمه ایزو خلکو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې یو شمیر کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2qqaL
Deutschland Bautzen Konflikt Flüchtlinge vs Rechte
انځور: picture-alliance/dpa/Xcitepress

د آلمان لايڅيگ ښار ته نږدې د ورسن په سیمه کې د سیمه ایزو خلکو او خارجیانو تر منځ د رامنځته شوي جنجال په نتیجه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي دي. دوه تنه په چاقو پر ورانه ټپیان شوي دي. پر یو بل تن بیا د برقي ډنډې برید شوی دی.

د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د دغې پيښې د رامنځته کیدو پسمنظر چې د جمعې په شپه رامنځته شوې، تر یکشنبې ورځې پورې نامعلوم وو. د هغه په خبره پولیسو د ایالتي امن د سختې سرغړونې یا اخلالیدو خبر ورکړی دی.

په پيل کې د دواړو ډلو تر منځ د اورګاډي په تم ځای کې لفظي شخړه رامنځته شوه. د معلوماتو له مخې شخړي هغه وخت زور واخیست چې سیمه ایزو خلکو د مهاجرو پر یوه استوګنځای برید وکړ او د دې استوګنځای یوه برخه یې ماته کړه.

وروسته تر دې شاوخوا ۱۲ تنو مهاجرو پر نږدې ۳۰ تنو سیمه ایزو خلکو د چاقو او سوټو په وسیله برید وکړ. په دې ترڅ کې دوه تنه ټپیان شول.

د ترلاسه شویو اطلاعاتو په حواله بیا نو نورو ډیرو آلمانانو د بهرنیانو پر استوګنځای هجوم وروړ او یو وار بیا فزیکي شخړه رامنځته شوه چې په ترڅ کې یې دری تنه سیمه ایز اوسیدونکي په سطحي توګه ژوبل شول. بالاخره د پولیسو په مداخلې سره شخړه پای ته ورسیدله.

پولیسو په پيل کې څه ونه ویل چې آیا پيښه د ښې اړخیتوب پسمنظر لري او څنګه؟ خو د شنبې په ورځ یې په تویتر کې لیکلي ول چې هیڅ څوک نه دي نیول شوي، خو شخصي اطلاعات راټول شوي دي «دا چې چا په کوم عمل کې برخه درلوده، څوک عامل یا قرباني او یا دواړه دي تر اوسه نه ده معلومه».

د هغو بهرنیانو یا مهاجرو څخه چې پولیسو په لومړي سر کې د عیني شاهدانو په توګه پوښتني کړي دي د سوریې، افغانستان، عاج ساحل، سوماليا او لیبنان هیوادونو پناغوښتونکي دي.

ورسن له۱۹۹۰م کال راهیسې په زاکسن ایالت کې د ښې اړخو نشناليستانو د مرکز په توګه پیژندل کیږي.