1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې پر مهاجرو بریدونه لږ شوي دي

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

د مهاجرت بحران د اوج په پایله کې په آلمان کې پر پناغوښتونکو او مهاجرو بریدونه ډیر شوي ول. خو تازه ارقام ښيي چې پر مهاجرو او د دوی پر استوګنځایونو په بریدونو کې یو پر درې کموالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2tSuV
Deutschland Brand Flüchtlingsunterkunft in Gelsenkirchen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

په آلمان کې د« فونکه» رسنیزي ډلې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپاره شویو ارقامو پر بنست لیکلي دي چې تیر کال په آلمان کې پر مهاجرو او د دوی پر استوګنځایونو په مجموع کې ۲۲۱۹ بریدونه ثبت شوي دي.
دغه شمیرې ښیې چې په ۲۰۱۷م کال کې پر مهاجرو بریدونه تر هغې د یو کال مخکې په پرتله یو پر دریمه لږ شوي دي. په ۲۰۱۶ م کال په آلمان کې پر مهاجرو شاوخوا ۳۵۰۰ جرمي موارد او بریدونه ثبت شوي ول.
هغه جرمونه چې پر مهاجرو ترسره شوي دي په هغو کې فزیکي بریدونه، لفظي شخړې، تاوتریخوالی او د پناغوښتونکو پر مرکزونو او استوګنځایونو بریدونه او اور اچونه شامل دي.
تیرکال په مجموع کې ۱۹۰۶ بریدونه پر مهاجرو او ۳۱۳ بریدونه د دوی پر استوګنځایونو شوي دي. شاوخوا ۳۰۰ مهاجر په دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي. د آلمان حکومت دغه بریدونه غندلي دي.
د آلمان په پارلمان کې د ګيڼ اړخو یوه استازې اولا یلپکه، د دغو زورزیاتیو پړه پر «ای اف دي» یا د آلمان له پاره بديل ښی اړخی ګوند او پر صدراعظمې انګلا میرکل اچوي.
هغې وویل «په ۲۰۱۷م کال کې پر مهاجرو د توکمپالو او ښی اړخو تر ۲۰۰۰ ډیر بریدونه په هیواد کې د تعرضي روحیې ښکاریندویې کوي چې د «ای اف دي» او نورو ښي اړخو افراطي ډولو له خوا ترویج شوي دي.»
په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت کړکیچ د اوج له وختونو راهیسې په آلمانۍ ټولنه کې یو ډول درز رامنځته شوی دی. وروسته تر هغې چې د آلمان حکومت د خلاصو دروازو سیاست اعلان کړ، د هغو مهاجرو شمیر چې دې هیواد او یا په مجموع کې نورو اروپایې هیوادونو ته راتلل ډیر لوړ شو.
اروپا او په ځانګړي توګه آلمان ته د مهاجرت دې لړۍ ډیر محافظ پال په غوسه کړل، په داسې حال کې چې ډیر شمیر لیبرلانو بیا دغه اقدام له دې وضعیت سره یوازنی انساني چلند وباله.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: