1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د پناه غوښتونکو شمير ډیر لږ شوی دی

۱۳۹۷ اسفند ۲۴, جمعه

په ۲۰۱۸م کال کې د هغو مهاجرو شمیر چې په اروپايي اتحاديه کې ېې د پناه غوښتنې سپارلي، ډیر رالویدلی دی. په دغه کال کې د پناه غوښتونکو کچه د پنځه کاله مخکې يعنې د اروپا د مهاجرت بحران د وخت مخکې کچې ته نژدې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3F6xM
Bosnien und Herzegowina l Migranten in Bihac und Velika Kladusa
آرشيفانځور: picture-alliance/Zumapress/M. Trevisan

د اروپا د آمارو اداره (Eurostat) پنجشنبې د مارچ ۱۴مه، په لوکزامبورګ کې وويل چې په تير ميلادي کال کې ۵۸۰ زره او ۸۰۰ کسانو د لومړي ځل له پاره خپل د پناه غوښتنليکونه سپارلي دي. دغه رقم د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۱۱ سلنه کښته او نژدې هغې کچې ته رسيدلی، کومه چې پنځه کاله مخکې ثبت شوې وه. 

د اروپايي اتحاديې په کچه د دغو ټولو پناه غوښتنو ۲۵ سلنه د آلماني چارواکو لاس ته رسېدلې ده. د دغو افرادو شمیر ۱۶۱ زره او ۹۰۰ تنو ته رسيږي. په دې ترتيب آلمان په دغه کال کې د اروپايي اتحاديې په کچه تر ټولو ډير د پناه غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي. خو که چيرته د دغو پناه غوښتونکو شمير د آلمان له نفوس سره پرتله شي، نو په هغه صورت کې بيا آلمان د نورو هيوادونو په سر کې نه راځي چې تر ټولو ډير د پناه غوښتنليکونه يې ترلاسه کړي وي.

د بيلګې په توګه قبرس د خپلو يو ميليونو وګړو له مخې ۸۸۰۵ د پناه غوښتنليکونه او يونان د هرو يو ميليون وکړو په سر ۶۰۵۱ د پناه غوښتنليکونه لرلي دي. د دغې محاسبې له مخې آلمان د خپلو يو ميليون اتباعو له مخې يوازې ۱۹۵۴ د پناه غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

سلواکيا، پولنډ او هنګري بيا تر ټولو لږ پناه غوښتونکي لرلي. سلواکې تيرکال د خپل هر يو ميليون وګړو له مخې ۲۸، پولنډ ۶۳ او هنګري ۶۵ د پناه غوښتنليکونه ترلاسه کړي دي.

د هغو افرادو شمير چې په ۲۰۱۸م کال يې دننه په آلمان کې د پناه غوښتنې کړي د يو کال مخکې په پرتله ۱۸ سلنه کښته شوی دی. په مجموع کې ۳۶ زره کسانو په لومړي ځل په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه سپارلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په قبرس کې دغه ارقام ۷۰ سلنه او په هسپانيا کې ۶۰ سلنه لوړ شوي دي.

له ۲۰۱۳م کال راهيسې په آلمان کې سوريه د ډيرو پناه غوښتونکو د اصلي هېواد په توګه په لومړي سر کې ځای لري. تيرکال په ټوله اروپايي اتحاديه کې ۸۰ زره او ۹۰۰ سوريايي مهاجرو د پناه غوښتنليکونه سپارلي چې نیمايي يې په آلمان کې ثبت شوي دي. تر سوريې وروسته افغانستان د ۴۱ زره کسانو او عراق د ۳۹ زره او ۶۰۰ کډوالو د اصلي هېوادونو په توګه په دوهمو او دريمو ځايونو کې قرار لري.

dw Persian/mks/ns

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: