1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درو هيوادونو ديني عالمانو ځانمرګي بریدونه د اسلام ضد وبلل

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

په بوگور کې د افغانستان، پاکستان او اندویزیا دیني عالمانو د افغانستان د جګړې په اړه غونډه کې له سولې خپل ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ چې ځانمرګي بریدونه د اسلام دين له اصولو خلاف دي.

https://p.dw.com/p/2xXni
Pakistan Quetta - Ulema Konferenz
انځور: Reuters/Antara Foto/W. Putro

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د جمعې په ورځ د اندونیزیا په بوگور ښار کې د افغانستان د سولې او جګړې په اړه غونده وکړه او د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره یې په جګړې کې پر ښکیلو اړخونو باندې د مستقیمو خبرو اترو د پيلېدو ږغ وکړ.

د غونډي د ګډونوالو له خوا په خپاره شوي پریکړه لیک کې راغلي دي چې د درو واړو هیوادونو دیني عالمان به پر دې هم بحث وکړي چې څرنګه کولای شي د سولې له پاره مناسبه فضا رامنځ ته کړي. په اعلامیه کې راغلي دي: «سولې ته د رسیدو له پاره له دوی سره د پیوستون او د قرآن او سنتو له مقدسو احکامو څخه په الهام اخیستو، موږ په افغانستان کې د سولې او هوساینې د رامنځته کیدو بشپړ ملاتړ څرګندو.»

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د روان کال په فبروري میاشت کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، طالبانو ته د سولې یو داسې وړاندیز وکړ چې پکښې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پیژندل او پر اساسي قانون باندې بحث هم شامل دي.

طالبانو د ولسمشر غني د سولې دغه وړاندیز، د خپلو بریدونو په پراخولو سره ځواب کړی دی.

په اندونيزيا کې د درو هیوادونو د دیني عالمانو د غونډي په پریکړه لیک کې پر دې خبره ټینګار شوی دی چې د افغانستان د جګړې ښکیل اړخونه باید له اسلامي اصولو څخه په الهام اخیستلو سره سولې ته غاړه کښیږدي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «موږ، علما له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې او پخلاینې له وروستي وړاندیز څخه چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ۲۰۱۸م کال په فبروري میاشت کې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې اعلان شو، مننه او ملاتړ کوو.»

د درو سرو هیوادونو په اعلامیه کې همداراز د سیمې له هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه مننه شوې ده چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې چې کابل او واشنګټن د افغانستان پر ګاونډې هیواد پاکستان باندې نیوکه کوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي او د افغانستان جګړې ته لمن وهي. اسلام آباد بیا تل دغه تورونه ردوي.

ځانمرګي بریدونه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي

په اعلامیه کې پر اسلامي نړۍ غږ شوی دی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. افغان، پاکستاني او اندونیزیایي علماوو همداراز له نړیوالو څخه غوښتي دي چې ترهګري له هیڅ دین او تمدن سره و نه تړي.

دغو عالمانو ټینګار کړی دی چې ځانمرګي بریدونه او نور ترهګریز فعالیتونه له اسلام دین سره په ټکر کې دي. په اعلامیه کې راغلي دي: «له تاوتریخوالي ډک افراطیت او تروریزم چې د ملکي وګړو پرضد تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه پکښې شامل دي، د اسلام د مقدس دین له اصولو سره په ټکر کې دي.»

د درو هیوادونو دیني عالمان په داسې حال کې ځانمرګي بریدونه له اسلام دین سره په ټکر کې بولي چې تر دې مخکې ډیرو افغانانو پر هغوی باندې د دې پدیدې پر ضد چې ډیر وخت د ملکیانو ژوند اخلي، د غږ نه پورته کولو تور لګاوه.