1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بامیان کې په مخدره موادو روږدي کسان زيات شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبه

په بامیان ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی. روږدي کسان د حکومت د نه پاملرنې او د پولیسو ترڅنګ د حکومتي کارمندانو له تاوتریخوالي ډک چلند څخه شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/3HAVd
Afghanistan Provinz Bamiyan Drogensüchtige
انځور: DW/A. Akramy

سخې احمد وایي چې په ایران کې د مهاجرت پر مهال یي نشه یي توکو ته مخه کړې وه. نوموړی وایي د دې له پاره چې ستړی نه شي او ډیر کار وکړي مخدر توکي به یي کاروله.

اوس چې هغه غواړي نور له مخدره توکو څخه لاس واخلي، څوک نه شته چې ورسره مرسته وکړي: «موږ روغتون ته مراجعه وکړه. موږ ته یي وویل یا ضمانت راوړئ او یا هم دوه زره افغانۍ ورکړئ چې ستاسې درملنه وکړو. زه څوک نه لرم او په دې ځای کې بدبخته شوم.»

په بامیان کې د معتادينو له پاره دوه ۲۰ بستریز روغتیایي مرکزونه (په مرکز او ورس ولسوالۍ کې) فعاله دي چې یوازې د نارينه وو له پاره دي، خو د ښځو او ماشومانو د درملنې له پاره په دې ولایت کې هیڅ روغتیايي مرکز نه شته.

د روږدو کسانو نیوکه

ځيني روږد کسان او د بامیان ولایت مدني فعالان وایي چې په تیرو دوو کلونو کې ځيني معتادين له نورو ولایتونو څخه بامیانو ته راغلي دي.

د حسن په نوم یو بل روږد وایي چې د دوی ترمنځ د بامیان، کابل، دایکنډي، فراه، میدان وردګ او پروان ولایتونو اوسیدونکي هم شته.

هغه وویل: «د معتادينو شمیر زیات شوی دی. موږ د بامیانو هلکان پيژنو. له نورو ولایتونو څخه روږد کسان راغلي دي. شاوخوا ۱۵ تنه یي ناپيژندل شوي کسان دي.»

په بامیان ولایت کې د روږدو کسانو دقيق شمیر نه دی معلوم، خو د هغي څیړنې له مخې چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلونو کې شوې وه، په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰ زره کسان په نشو اخته دي.

د بامیان ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې رئیس حسین نظري نیکپی، وایي: «د معتادينو شمیر مخ پر ډیریدو دی او له بده مرغه په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې دا د انديښنې وړ خبره ده.»

Afghanistan Provinz Bamiyan Drogensüchtige
دغه روږدي کسان د استوګنې له پاره مشخص ادرس نه لري، او ډیري وختونه په دغو غارونو کې شپې ورځې سبا کويانځور: DW/A. Akramy

تر ټولو ډیري ښځي او ماشوم معتادين د ورس ولسوالۍ د پژندور، لیګان، زیر کوه لیګان، شیوقل او سرسنګ په سیمو کې دي چې د بشري حقونو فعالان او د سیمي اوسیدونکي یي اندیښمن کړي دي.

په غارونو کې ژوند

د مخدره توکو کاروونکي کوم مشخص ادرس نه لري، خو اکثره یي په آلماس تپه، د بودا مجسمو ته نږدې او د دهن فولاد په دوبنیو غارونو کې ژوند کوي چې د بامیان ولایت د اطلاعات او کلتور ادارې د اندیښنې سبب ګرځیدلی دی.

د نوموړې ادارې سرپرست اسحاق عزیزي، دویچه ویله ته وویل چې په دغو غارونو کې د معتادینو شتون د دغو تاریخي ساحو او غارونو د تخريب سبب ګرځي او باید امنیتي ځواکونه دوی نورو ځایونو ته انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه: «متاسفانه معتادين د تپه آلماس په غارونو کې دي چې موږ ورته لاسرسی نه لرو. کله چې دوی دود کوي او له مخدره مواد کاروي، لرغونو غارونو ته زیان رسیږي او باید دوی له هغه ځایه انتقال کړای شي.»

بامیان د افغانستان یو له لرغونو ولایتونو څخه دی چې د بودا ویجاړې شوې مجسمې یې نښه بلل کیږي.

د بامیانو ښار شاوخوا ته تر ۱۲۰۰ ډیر غارونه شته. بامیان په افغانستان کې یو تر ټولو لوی د سيلانيانو د خوښه وړ ولایت بلل شوی دی. په دغه ولایت کې مخدره توکي نه کرل کیږي، خو په ګاونډیو ولایتونو لکه دایکنډي، بغلان، پروان، میدان وردګ، سرپل او غزني کې د کوکنارو کروندې شته.

عاشق اکرمي/ ش.ن