1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روسیه کې د مظاهرو په ترڅ کې ډیر کسان نیول شوي

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

په روسیه کې په زرونو کسانو د ولسمشر پوتین د احتمالي بیا ټاکل کیدو پر ضد احتجاجونه کړي دي. پر پوتین انتقاد کوونکی د الیکسي نوالني، تر دې مخکې د پولیسو له خوا نیول شوی وو.

https://p.dw.com/p/2rh7j
Russland | Demonstrationen von Navalny-Anhängern in Moskau
انځور: DW/E. Samedova

«ښاریانو لطفا غاړې ته شئ. تاسې د تګ راتګ کوونکو لار بنده کړې.» دا هغه جمله وه چې د پولیسو له موټر څخه د مسکو په پوشکین څلور لارې کې د «لاوډ سپیکر» په واسطه په تکراري ډول اوریدل کیده. شا او خوا ۲۰۰۰ احتجاج کوونکي چې د لاریون له پاره راټول شوي ول دغه پیغام له پامه غورځاوه. احتجاج کوونکو له روسي چارواکو د دغه لاریون اجازه نه وه تر لاسه کړې.

د دې برعکس احتجاج کوونکو د «آزادې روسیې» او یا د «پوتین پرته روسیې» په څیر شعارونه ورکول. د دویچه ویله ایملي شیروین، د احتجاج له ځای څخه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې خلکو پوتین او د مسکو ښاروال د «غلو» په توګه یادول.

یوه احتجاج کوونکي چې د دولت د احتمالي غچ اخیستنې له کبله یې نه غوښتل نوم یي واخیستل شي وویل چې «له ۱۸ کلونو راهیسې موږ همدا یو ولسمشر لرو – نور بس دی!»

یوه بله ښځه چې د تر څنګ یې ولاړه وه هم له دغه کس سره موافقه وه: «موږ د اوسني چارواکو بدیل غواړو او موږ د بیان آزادي غواړو.»

یو بل کس چې تور بالا پوش یې اغوستی وو، هم د دغو دوو نورو کسانو په شان غوسه وو: «راتلونکې ولسمشریزي ټاکنې د تیاتر د یوه تمثیل په څیر دي.» یوې بلې ۱۴ کلنه نجلۍ چې له خپل دوست سره یې په لاریون کې ګډون کړی وو ویل یې چې یو پیاوړی ولسمشر باید له آزادو ټاکنو ویره و نه لري. د هغې په خبره په صادقانه توګه د کارونو ترسره کیدل غواړي چې د قانون واکمنۍ ته درناوی وشي. خو شکایت دا دی چې کریملین روسان له دې منع کوي چې د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکړي.

Russland | Demonstrationen von Navalny-Anhängern in Moskau
احتجاج کوونکو ویل چې د روسیې راتلونکي ټاکنې د «تیاتر یوه تمثیل» ته ورته ديانځور: Reuters/S. Karpukhin

په روسیه کې پراخ لاریونونه

په پام کې وه چې الیکسي نوالني، د احتجاج مشري وکړي. خو هغه د خپل کور څخه د راوتلو پر مهال د مسکو د پولیسو له لوري ونیول شو چې بیا وروسته د یکشنبې په ناوخته بیرته آزاد شو. د تاس، خبري آژانس د هغه د مدافع وکیل له قوله لیکلي دي چې نوالني باید له چارواکو سره په اړیکه کې پاتې شي.

نوالني، د فساد په یوه قضیه کې د محکومیدو له کبله په رسمي توګه له دې منع شوی چې د مارچ په میاشت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي. هغه په ۲۰۱۷م کال د اختلاس په یوه قضیه کې په پنځه کلن تعلیقي بند محکوم شو. نوموړي ۴۱ کلن له خپلو پلویانو غوښتي دي چې ټاکنې تحریم کړي. هغه ته د یوه داسې یوازیني کاندید په سترګه کتل کیږي چې ښایي د پوتین د ننګولو چانس ولري.

کله چې احتجاج کوونکي په پوشکین څلور لارې کې د نوالني له نیول کیدو خبر شول، نو پر ولسمشر پوتین باندې لا زیات په غوسه شول. یوه احتجاج کوونکي پوتین د جنایت کوونکي په توګه یاد کړ چې په خبره یې د خپلو استخباراتي همکارانو په مرسته پر روسیه واکمني کوي. د احتجاج کوونکو په منځ کې یوه کس په روسي ژبه د «زبستوفکا» ټکی وکاروه چې د «اعتصاب»، «احتجاج» او یا هم «د ټاکنو د بایکاټ» معنی لري.

د تلویزوني چینلونو ډیر شمیر خبریالانو د دغه احتجاج په هکله رپوټونه ورکړي. د دویچه ویله ایملي شیروین د خپل ټویټر په پیغام کې د ډیر شمیر پولیسو د حضور رپوټ هم ورکړی دی. په داسې حال کې چې چارواکو په ډیرو سیمو کې د احتجاجونو د تر سره کیدو اجازه ورکړې، سنت پیترزبورګ او مسکو کې بیا پر عامه احتجاجونو بندیز دی. خو قهریدلي احتجاج کوونکي آرامه پاتې نه شول. د روسیې د پولیسو په وینا په ټول هیواد کې د الیکسي نوالني په شمول ۱۸۵ تنه نیول شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: