1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د ډزو له امله درې تنه ټپي شوي دي

۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د فرانسې په جنوبي برخه کې یو زده کوونکي په یوه ښوونځي کې ډزې کړي چې د سرمعلم په ګډون پکې ۳ تنه ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پیښه وروسته له هغې ترسره کیږي چې دې زده کوونکي امریکايي فلمونه لیدلي وو.

https://p.dw.com/p/2ZL0W
Frankreich Schießerei in Schule in Grasse
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Farjon

په تیرو دوو کلونو کې په فرانسه کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې لخوا د مختلفو بریدونو په ترڅ کې له ۲۳۰ کسانو ‌ډیر وژل شوي او د فرانسې حکومت بیړنۍ حالت اعلان کړي وو. اوس داسې ښکاري چې دغه پیښه له ترهګرۍ سره کومه اړیکه نه لري.

په داسې حال کې چې په فرانسه کې په راتلونکو شپږو اونیو کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي، په ښکاري ټوپک سمبال د دغه ۱۷ کلن زده کوونکي لخوا دغه برید به یوځل بیا د ټاکنو د کمپاین په ترڅ کې د امنیت په هکله بحثونه را وپاروي.

بل لوري ته بیا د پاریس پولیسو ویلي دي چې په فرانسه کې د پیسو د نړیوال صندوق ادارې ته په استول شوي یو لیک کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوی وو. پولیسو وویل، همدا چې د دې سازمان یوې ښځینه کارکوونکې دغه پاکټ خلاص کړ چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې د هغې لاس او مخ ټپی شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاند، پیري هینري برانډیټ د ښوونځي د برید په هکله وویل چې د فرانسې په ګراسه ښار کې د ښوونځي د یوه زده کوونکي لخوا د ډزو له امله درې کسان ټپیان شوي او پنځه تنه نورو بیا شوک لیدلی.

له نیول شوي زده کوونکي څخه دوې پوپنچې، يو ښکاري توپک او دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند همدا راز وویل چې «لومړنۍ څیړنې ښيي چې دې هلک امریکايي د ویشتنې فلمونه لیدلي دي.»

فرانسه د نړۍ په کچه د وسلو له پاره تر ټولو سخت قانون لري. د دې هیواد د قانون په اساس د فرانسې وګړي نشي کولای چې اتومات وسلې ولري او د نورو وسلو د درلودو له پاره دولتي جواز او همدا راز روغتیايي معاینې ته اړتیا وي. د دې ترڅنګ اړینه ده چې د فرانسې د ښکار او د نښې ویشتنې د فدراسیون لخوا هم د وسلې درلودونکی کس تایید شي.

د یاد ښوونځي یو تن زده کوونکي، اشرف له ځايي بي. ایف. ایم تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې «ټول ډیر ویریدلي وو.» هغه همدا راز وویل چې ډزې زموږ په څلور یا پنځه مترې کې وشوې او موږ داسې فکر وکړ چې هغه په موږ پسې راځي. موږ د هغه چیغې هم واوریدې.