1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو ضد مظاهرو کې ګډون کونکي کشیشان به ګوښه کړو»

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

د پولند د کاتولیک کلیسا افتخاري مشر ویلي دي چې په کلیساګانو کې به د هغو کشیشانو غړیتوب وځنډول شي چې د مهاجرو ضد مظاهرو کې یې ګډون کړی وي.

https://p.dw.com/p/2mBu7
Polen Protest gegen Aufnahme von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/R. Guz

د پولند د کاتولیکي کلیساو افتخاري مشر ووچیک پولاک، د چهارشنبې په ورځ د Roman Catholic weekly magazine اونیزې مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي دي: «که ما واوریدل چې زما کوم کشیش په یوې داسې مظاهرې کې برخه اخیستې ده چې د مهاجرو ضد وي، نو زما غبرګون به ډیر چټک وي او د هغو کشیشانو دندې به وځنډول شي».

نوموړي زیاته کړه: «بله کومه لاره نشته. زه د خپلې اړوندې سیمې مسئولیت لرم. په هر داسې یو حالت کې چیرې چې کوم کشیش په کومه شخړه کې د یوه اړخ پلوي یا ملاتړ وکړي، زه باید عاجل اقدام وکړم».

په پولند کې د مختلفو سروې ګانو څخه معلومه شوې ده چې د دغه هیواد د ولس اکثریت په خپل هیواد کې د مهاجرو د میشت کولو مخالفت کوي. د پولند لومړی وزیر چې د ښي اړخي ګوند پورې اړه لري لا پخوا ویلي دي چې هغه په پولند کې د مهاجرو د میشت کلولو په باب د اروپایې اتحادیې د پروګرام برخه جوړیدل نه غواړي. هغه دا اقدام د اروپایې اتحادیې له خوا بلیک میل کول بللي وو.

پولاک د پولنډ په ټولنیزو رسنیو کې د مهاجرو د پلویانو او مخالفینو تر منځ په بحثونو کې هم فعاله ونډه لري.

اروپایې اتحادیې پریکړه کړې وه چې په یونان او ایټالیا کې موجود مهاجر به په عادلانه توګه د دغې اتحادیې پر غړو هیوادونو وویشي، تر څو په دې توګه وکولی شي پر دغو دوو هیوادونونو د مهاجرت د کړکیج له کبله موجود فشار را کم کړي.

خو هنګري، پولند، سلواکیې او چک جمهوريت د دې پروګرام پر بنسټ په خپلو هیوادونو کې مهاجرو ته له پنا ورکولو څخه انکار کوي. ایټالیا او یونان هغه هیوادونه دي چې د لوړ شمیر مهاجرو له کبله تر سخت فشار لاندې دي.

د هنګري لومړي وزیر وکتور اوربان په وار وار سره د مهاجرو او مسلمانانو اړوند شخړیزې ویناوې کړي دي. هغه وایې چې د مهاجرو په منلو سره به د هنګري مسیحي دين او کلتور ته زیان ورسیږي. اوربان په دې اړه څو ورځې مخکې د پولند هیواد په دوره هم تلی وو.

د مهاجرو د کړکیج د اوج پر مهال هنګري یو له هغو هیوادونو څخه وو چې تر ټولو د مخه یې د مهاجرو پر مخ خپلې سرخدي پولې تړلې وې.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: