1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳۹ افریقایې ښځې د جنسي غلامۍ له پاره اروپا ته راوړل شوي

۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د هسپانیې او مراکش پولیس وایې چې په انساني قاچاق کې د لاس درلودلو په تور یې لس تنه نیولي دي. په دوی کې یو شمیر قاچاقبرانو د جنسي غلامۍ په خاطر ښځې له افریقا څخه اروپا ته راوړي دي.

https://p.dw.com/p/2XYN6
World Press Photo Awards 2017 World Press Photo Awards 2017 - Contemporary Issues - Contemporary Issues - Third Prize, Singles -  Daniel Etter - The Libyan Migrant Trap
انځور: Reuters/World Press Photo Foundation/D. Etter

د فرانسې خبري آژانس (د فبروي میاشتې په ۱۴ نیټه) د هسپانوي او مراکشي پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چې نیول شویو شکمن انساني قاچاقبرانو د جبل الطارق تنګي له لارې خلک اروپا ته لیږدول.

زیاته شوی چې په نیول شوو کې یو تن له ۲۰۰۸ کال راهیسې د مهاجرو نږدې ۴۰ کیشتۍ اروپا ته رسولي دي. په دې توګه نو هغه په لویدیځ مدیترانه کې یو له مشهورو قاچاقبرانو څخه دی.

هر کال په زرګونو مهاجر د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره له همدغې لارې اروپا ته د ځان رسولو کوښښ کوي. دغه خلک د انساني قاچاقبرانو مرسته ترلاسه کوي کوم چې په غیر محفوظو کیشتیو کې دوی هسپانیې ته رسوي. په دې ترڅ کې په رامنځته کیدونکو پيښو کې په سلګونو کسان خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شویو محتاطانه شمیرو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې له دغې سمندري لارې څخه ۱۶۹۳۶ مهاجر هسپانیې ته رسیدلي دي. هسپانوي پولیسو تیر کال په اپریل میاشت کې د انساني قاچاق په تور ۷ تنه شکمن نایجیریایان نیولي ول.

 تر نږدې یوه کال تحقیقاتو وروسته معلومه شوه چې دغو قاچاقبرانو لږ تر لږه ۳۹ تنه ښځې یوازې د جنسي غلامۍ له پاره اروپا ته انتقال کړي ول. د هسپانوي پولیسو په حواله دغه ښځې په جبري توګه بدلمنۍ ته اړ ایستل کیدلې.

د دغو تحقیقاتو په جریان کې پولیسو یو شمیر نور شکمن کسان هم ونیول. خو دا نه دي ویل شوي چې په دې برخه کې نوي ګرفتارۍ یا نیونې کله ترسره شوي دي.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اوس وخت کې اروپا د مهاجرو له ډیر سخت کړکیچ سره مخامخ ده. د دې بحران د حل په خاطر اروپایې سیاستوال د هغو هیوادونو له حکومتونو سره مرستې کوي، له کومو هیوادونو څخه چې مهاجر اروپا ته د ځان رسولو هڅه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.03.2016):