1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آتن ـ د ترکيې او اروپايي اتحاديې د تړون پر ضد مظاهرې

۱۳۹۵ اسفند ۲۹, یکشنبه

افغانانو په ګډون له دوو زرو څخه زياتو مهاجرو د يونان په پلازمينه آتن ښار کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د شوي تړون پر ضد مظاهرې وکړې. مظاهره کونکو دغه تړون «شرمونکی» وباله او د هغه د «لغوه کيدو» غوښتونکي شول.

https://p.dw.com/p/2ZVE6
Griechenland Idomeni Grenze Mazedonien Flüchtlinge Ein Junge versucht an den Grenzschützern vorbei zu kommen
انځور: Reuters/M.Djurica

د افغانانو په ګډون له دوو زرو څخه زياتو مهاجرو د يونان په پلازمينه آتن ښار کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د شوي تړون پر ضد مظاهرې وکړې. مظاهره کونکو دغه تړون «شرمونکی» وباله او د هغه د «لغو کيدو» غوښتونکي شول.

له دوو زرو څخه زياتو مهاجرو د يونان پلازمينه آتن ښار کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې ترمنځ د شوي تړون پر ضد سره راټول او مظاهرې يې وکړې. د مظاهره کونکو کاروانونه چې د اروپايي اتحاديې د کميسيون دفتر له مخې څخه تيرېدل، له ځانه سره يې پلاکاټونه ليږدول چې په هغو کې د « اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د شرمناکه تړون لغوه کيدل غواړو» په څير شعارونه ليکل شوي ول.

دغه تړون تيرکال د مارچ مياشتې په ۱۸ مه ترسره شو، چې وروسته له دوو ورځو عملي شو. د دغه تړون له مخې اروپايي اتحاديه مکلفه شوه چې هر کال له ترکيې سره  د درې ميليارده يورو مالي مرسته ولري، او په مقابل کې ترکيه هم ژمنه شوه چې له خپلې خاوري اروپايي اتحاديې پر لور د تلونکو مهاجرو مخنيوی به کوي.

«لارې دې بيرته خلاصې شي»

په دغو مظاهرو کې ډیرو افغان او سوريايي مهاجرو هم ګډون لاره چې ډیر وخت راپديخوا په آتن ښار کې بند پاتې دي. دوي « مهاجرو لپاره پناه او کور» او د « اخراج نه» شعارونه ورکول. يو شمير اعتراض کونکو بيا د مهاجرو پر مخ د بندو کړل شويو لارو د بيرته پرانيستلو غوښتنه کوله.

د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د شوی تړون يوه ماده انقره دې ته مکلفه کوي چې د يونان ټاپوګانو ته راغلي مهاجر بيرته ترکيې ته انتقال او خپله خاوره کې ورته رسیدګي وکړي. خو ترکيه بيا په دې هڅه کې ده چې په بدل کې يې له اروپايي اتحاديې څخه خپلو اتباعو ته د اروپا د شينګن سيمې هيوادونو د سفر آزادې ويزې ترلاسه کړي.

د دغه تړون پر وړاندې له لمړيو ورځو د نظرونو اختلاف موجود وو. دغه مسئله د دې سبب شوه چې ډیر شمير مهاجر د يونان ټاپوګانو ته بيرته وليږدول شي. د دغه کار په نتيجه کې ياد مهاجر اړ شول چې د څو مياشتو لپاره په کمپونو کې په ډيرو بدو شرایطو کې ژوند وکړي.

«له مهاجرو څخه غلطه استفاده»

ترکيې په وار وار اروپايي اتحاديه پر دې تورنه کړې ده چې د تړون موادو ته پابنده نده پاتې شوې او د دوي سهم يې نه دی ادا کړی. له همدې امله تر اوسه ترکيې څو ځله اروپايي اتحاديې ته د تړون د بيرته لغوه کيدو خبرداری ورکړی دی.

دغو حالاتو ته په کتو، آلمان کې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان (پرو ازول) وايي: « دواړو لورو تصميم نيولی دی چې مهاجرو ته به په بده سترګه ګوري، دوي پر يو بل د فشار راوړلو د پاره، له مهاجرو څخه د مانوري وسايلو په توګه سوء استفاده کوي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.04.2016):