1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آريل شارون سبا خاورو ته سپارل کيږي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۱, شنبه

د اسراييلو د پخواني لومړي وزير آريل شارون مړی نن د دغه هيواد په پارلمان کي ايښوول کيږي او سبا د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته به يې د ښخولو مراسم تر سره سي. شارون د شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جنورۍ ۱۱) د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.

https://p.dw.com/p/1Ap6X
انځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

د اسراييلو پوځي راډیو اعلان کړی دی چي پارلمان به د دوشنبې په ورځ سهار د پخواني لومړی وزير آريل شارون د وير مراسم ترسره او د هغه له مړي سره به د خدای پاماني وکړي. د هغه د ښخولو مراسم به بيا تر غرمې وروسته د دغه هيواد په جنوب کي ترسره سي.

شارون د شنبې په ورځ د تل ابيب په يوه روغتون کي مړ سو. دغه ۸۵ کلن سياستوال د ۲۰۰۶ کال له جنورۍ مياشتي راهيسي د مغزي سکتې له امله په کوما کي وو.

نړيوال غبرګونونه

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي: «زه او ميشل د زړه له کومي د اسرييلو د پخواني لومړي وزير کورنۍ او د دغه هيواد وګړو ته د يوه داسي کس د مړيني په خاطر تسليت وايو چي خپل ټول ژوند يې د اسراييلو دولت ته وقف کړی وو.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون آريل شارون د خپل هیواد «اتل» بللی دی او ويلي يې دي چي «هغه به له هغه تاريخي تصميم سره چي له غزې تراډي څخه يې اسراييلي عسکر راوايستل په ياد پاته سي.»

د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون ويلي دي چي «اسراييلو نن خپل يو له ډېرو مهمو رهبرانو څخه له لاسه ورکړی دی؛ هغه چا چي په خپل ژوند کي د سولي له پاره په ډېري مېړاني سره جنجالي قضيې حل کړي دي.»

د اسراييلو پخوانی لومړی وزير آريل شارون د بدن د څو غړو له تر کاره لوېدو وروسته د تل ابيب په يوه روغتون کي مړ سوی دی. د نوي کال له پيل راهيسي د شارون وضعيت ورځ تر بلي خرابېدی. شارون دوه زامن او څو لمسيان لرل. د هغه کورنۍ له يوې اونۍ راهیسي په روغتون کي د هغه د بستر بغل ته ناسته وه.

شارون چي د ۱۹۲۸ کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۷ نېټه د فلسطين په هغه سيمه کي چي د بريتانيا د ماموريت په چوکاټ کي وه د سپيني روسيې په يوه يهودي مهاجره کورنۍ کي زېږېدلی وو، د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ مياشتي له ۴ نېټې راهيسي د مغزي سکتې له مله په کوما کي وو او بيا راويښ نه سو.

له غزې تراډي څخه وتل

د پوځ دغه پخوانی جنرال چي د خپل ژوندليک نوم يې «جنګيالی» ايښي دی په ۲۰۰۱ مېلادي کال کي د اسراييلو د محافظه کاره ګوند ليکود له خوا د دغه هيواد لومړی وزير وټاکل سو.

آريل شارون په بيت المقدس کي
آريل شارون په بيت المقدس کيانځور: AP

له هغه وروسته چي شارون په فلسطيني سيمو کي د اسراييلو د کورونوجوړولو سياست ملاتړ وکړ، په ۲۰۰۳ کال کي تر بيا ټاکل کېدو وروسته يې ناببره په خپل هدف کي بدلون راوست او د فلسطین له ځينو سيمو څخه يې د «يو اړخيز بېلتون» په نامه هدف تعقيب کړ. په ۲۰۰۵ کال کي هغه له غزې تراډي څخه اسراييلي عسکر راوايستل او هلته يې د يهوديانو له پاره د ښارګوټو جوړولو پروسه بنده کړه.

شارون له هغه وروسته چي په ليکود ګوند کي يې خپله مشري له لاسه ورکړه تر خپلي مغزي سکتې ۶ اوونۍ دمخه يې د ۲۰۰۵ کال په نوومبر مياشت کي د «کاديما» په نوم يو بل ګوند جوړ کړ.

«بولدوزر» يا «قصاب»

له دې سره سره چي آريل شارون د منځني ختيځ په تاوتريخوالي کي د جوړجاړي له پاره شوه راوړه، فلسطينيانو او عربي هيوادونو په دغه قضيه کي د هغه رول منفي انګېره. په داسي حال کي چي اسراييلي رسنيو شارون ته د هغه سياسي تګلاري او قد و اندام ته په کتو سره د «بولدوزر» مستعار نوم ورکړ، يو شمېر عربانو بيا هغه د «بيروت قصاب» نوماوه.

دوی وای کله چي شارون په ۱۹۸۲ کال کي د اسراييلو د دفاع وزير وو، نو د اسراييلو د ځواک تر سترګو لاندي په لبنان کي د فلسطيني مهاجرو پر کمپونو «صبرا» او «شتيلا» باندي د لبنان د مسيحي ياغيانو له خوا قتل عام تر سره سو.