1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آزاده او منصفانه سوداګري د جي ۲۰ اقتصادي سرمشریزې اجندا

۱۳۹۶ تیر ۱۵, پنجشنبه

د آلمان په همبورګ کې ترسره کیدونکی د جي ۲۰ سرمشریزه په نړیوال اقتصاد کې د شدید او ناڅاپه بدلون پرمهال ترسره کیږي. ملي ګټي تر نور هر څه ارزښت پیدا کوي او ځواک او قدرت بدلون مومي. دغه سرمشریزه به نړیوالو ته څه پیغام ولري؟

https://p.dw.com/p/2g3qv
G20 Gipfel in Hamburg | Logo
انځور: picture-alliance/Sputnik/A. Pantcykov

د آلمان ښار او هانزه يي ټولنې غړی، هامبورګ د جي ۲۰ په نامه د سرمشریزې کوربتوب پر غاړه لري. هانزه يي ټولنه په اصل کې داسې یوه سوداګریزه ټولنه وه چې اساس یې د منځني سلیزو په پای کې کیښودل شو او په دې کار سره یې د آزاد تجارت یوه مشخصه سیمه رامنځته کړه. خو د دې برعکس، په دې وروستیو کې د آزادې سوداګرۍ حالت ښه نه بریښي. دغه کار د حیرانتیا وړ له دې امله دی چې نړیواله سوداګري په نسبي توګه یو باثباته ځای او د هرې ورځې په تیریدو سره مخ پر ډیریدو ده. خو د آلمان په همبورګ ښار کې د نړیوال اقتصاد له سازمان څخه هیننګ فویپل خبرداری ورکوي چې دغه څه باید د چل او فریب ورکوونې سبب ونه ګرځي.

فویپل په دې هکله وايي: «انسان ښايي له سهوې سره مخ شي او ووايي چې د نړیوال کیدو او د نړیوال اقتصاد په هکله د خبرو او بحث له پاره ډیر څه وجود نه لري. دغه سهوه ډیره فریب ورکوونکې ده. ځکه په نړیواله کچه ګڼ شمیر داسې اساسي او جدي پرمختګونه شتون لري چې د جي ۲۰ سرمشریزه باید ورباندې خبرې او بحث وکړي. له دې ډلې څخه د اقتصاد سیاست ملي کول، اقتصادي ملاتړی سیاست او د امریکا متحده ایالات دي. دا په دې معنی ده چې نړیوال کیدل څه نا څه شا ته غورځول شوي.»

پر نړیوال کیدو نیوکه کوونکي چې غواړي په پوره زور او ځواک سره د آلمان په همبورګ ښار کې د یوې منصفانه نړۍ له پاره لاریون وکړي، باید په ریښتیني توګه له دې حالت څخه خوند واخلي.

په نړیوال اقتصاد کې د غښتلي ادغام کیدو په هکله ګڼ شمیر فریب ورکوونکې او ناسم دلیلیونه ترسترګو کیږي. بل لوري ته بیا د نړیوالو د پیسو د توازن له پاره نړیوال بانک چې د ټولې نړۍ د هیوادونو د مرکزي بانک له پاره د مرکزي باند رول لوبوي، په خپل تازه رپوټ کې د ګټو خبرې کړي دي. په رپوټ کې راغلي چې دغه نړۍ د ژوند د سطحې د ښه والي او د نړۍ د یو ستر شمیر کسانو له پاره د بې وزلۍ د کمیدو له پاره ښه فرصت دی. د دې کار له پاره یو له مهمو شرطونو څخه د آزادې سوداګرۍ له لارې د توکو او خدمتونو انتقال دی.

د مونشن د انفو له اسنټیټیوټ څخه فلبر مایر، په دې هکله وايي: «موږ د دې اقتصادي رژیم د ثبات په هکله اعتماد ته اړتیا لرو. دغه اقتصادي رژیم له یو بل سره د همکارۍ پر بنسټ رامنځته شوی. له همدې امله پر آزادې سوداګرۍ اعتراف کول ممکن کار بریښي. دغه موضوع په تیرو ګډو اعلامیو کې هم ترسترګو کیږي. په تیرو وختونو کې کله چې دغه اعتراف لیکل کیدو همداسې څه روان وو. خو د دې باوجود داسې هیوادونه هم شته چې د سوداګرۍ د ملاتړ شدید سیاست عملي کوي. دغه تر ډیره بیا یو لفظي اعتراف وو خو بیا هم دغه لفظي اعتراف ډیر ارزښت درلود. دا ځکه چې د یو سیستم د عملي کولو له پاره یې هڅې کولې او چا ترې سرغړونه نه شو کولای.»

فویپل وړاندې زیاتوي چې «دونلد ترمپ چې د «امریکا اول» تر شعار لاندې یې کار پیل کړی، کیدای شي د دغه څه له امله د امریکايانو د تدریجي بیلوالي پیل هم وشي او د لومړي ځای، د پوځي رهبرۍ او د اقتصادي مشروالي څخه ممکن ولویږي. البته چینایان بیا ښايي دغه تشه ډکه کړي او د خپل ځان له پاره به د دې موقف غوښتونکي شي. دوی د دې کار له پاره په تبلغیاتي هڅو هم پیل کړی. لیدل کیږي چې اوس مهال چین په ریښتیا هم د نړۍ د ملي اقتصاد په غونډو کې برخه اخلي. مهمه دا د چې موږ اوس مهال د نړۍ د اقتصاد د یو ځل بیا تنظیم د پیل په وخت کې شتون لرو.»

د جي ۲۰ په سرمشریزه کې چې د هامبورګ په ښار کې ترسره کیږي، ښايي د دې نوي نظم لومړنی پیل ترسترګو شي. دغه څه په دې پورې هم تړلي دي چې د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ترمپ ترکومه حده پورې مرستې ته چمتو دی. له دې سرمشریزې څخه په نسبي ډول انتظار په تر ټولو ټیټه کچه کې دی، خو د دې سرمشریزې مشران باید یو کار ترسره کړي او هغه دا چې دوی باید وښيي چې څرنګه کیدای شي یو له بل سره مرسته او همکاري د لارښوونې له پاره اساس ګرځیدلی شي.