1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آزاده سوې آلمانۍ نن برلين ته رارسېږي

۱۳۸۶ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

په کابل کې له يرغمل نيوونکو څخه خلاصه شوی کريستينه نن د سه شنبې په ورځ آلمان ته راځي:

https://p.dw.com/p/DKHp
آلمانۍ مېرمن کرستينه تيره جمعه په سپينه ورځ په کابل کي تښتول سوې وه
آلمانۍ مېرمن کرستينه تيره جمعه په سپينه ورځ په کابل کي تښتول سوې وهانځور: AP

په افغانستان کې د آلمان د پرمختيايي مرستو د يوې کارکوونکې کرستينې Christina M. له خلاصون څخه وروسته اوس، د جرمن حکومت د خپل يوه ٦٢ کلن تعميراتي انجنير رودولف Rudolf B. د خلاصون هلې ځلې کوي.

د جرمن د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير Frank-Walter Steinmeier څرگنده کړې، چې اوس ښايي په افغانستان کې له څلورو اونيو راهيسې برمته شوي رودولف Rudolf پر برخليک باندې زور واچول شي.

شتين ماير د کرستينې د ژغورنې له کبله له افغاني ادارو څخه مننه کړېده. ٣١ کلنه کرستينه نن د سه شنبې په ورځ آلمان ته راتلونکې ده.

آلمانۍ مېرمن کرستينه تيره جمعه په سپينه ورځ په کابل کي تښتول سوې وه چي د د روورځو بند څخه وروسته افغان امنيتي ځواکونه په دې وتوانيد ل چي له تښتونکو سره يي يو ځای پيدا او آزاده کړي.

افغاني ادارې وايي، چې تېرکال د وژل شوو دوو تنو آلماني ژورنالستانو د خون په ارتباط يې هم يو کس نيولی دئ..