1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستراليا په کمبوديا کي د کډوالو د مېشتولو تړون امضا کوي

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۴, جمعه

د بشري حقونو څار او نړیوالې بخښنې په شمول د بشري حقونو ۲۱ نړیوالو سازمانونو د آستراليا هغه پلان غندلی دی چي غواړي په کښتيو کې سپاره پناه غوښتونکي کمبوديا هيواد ته واستوي.

https://p.dw.com/p/1DLOt
انځور: Getty Images

د آستراليا د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزير سکوت موريسن، ويلي دي چي له کمبوديا سره تړون به د حکومت د هغه ژمني په پوره کولو کي مرسته وکړي چي د کښتۍ هيڅ کډوال به په آستراليا کي مېشت نه کړل سي.

دا په داسي حال کي ده چي د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۲۶مه) د کمبوديا او آسټراليا تر منځ يو داسي تړون لاسليک کيږي چي له مخي به يې آستراليا، کمبوډيا ته هغه پناه غوښتونکي استوي چي د کښتيو په مرسته يې آستراليا ته د ځان رسولو هڅه کړې وي.

آستراليايي وزير موريسن رسنيو ته ويلي دي چي دغه تړون کډوالو ته په يو دريم هيواد کي د مېشتېدو د چانس برابرولو له پاره دی. په داسي يو هيواد کي چي د پناه غوښتنې نړیوال تړون يې لاسليک کړی وي. د نوموړي په وينا کمبوديا همداسي يو هيواد دی.

«نوي انسانان به مېشت نه کړل سي»

د آستراليا حکومت پر هغه پاليسي عمل کوي چي نه غواړي په دغه هيواد کي نوي کسان مېشت سي. موريسن ويلي دي چي آستراليا به کمبوديا ته د مهاجرو د ځای پر ځای کولو په بدل کي د څلورو کالو په جريان کي څه نا څه ۳۵ مليونه ډالره ورکړي. دغه آستراليايي وزير زياته کړې چي د کډوالو مېشتول به په رضاکارانه توګه وي.

د موريسن په وينا آستراليا به د خپلې تجربې په ړنا کي له کمبوډيا سره مرسته وکړي چي دغه کډوال په خپله خاوره کي په ښه توګه ځای پر ځای کړي.

خو د بشري حقونو يو شمېر سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان د آستراليا پر دغې پاليسي باندې سختې نیوکې کړي دي. د ياد سازمان پر وېبپاڼه راغلي دي: «د آستراليا له خوا له کډوالو سره د خواښينۍ وړ او غېر انساني چلن يوې نوي ټيټي نقطې ته رسېدلی دی. د هغه تړون په مرسته چي غواړي پناه غوښتونکي کمبوديا ته انتقال کړي. داسي یو هيواد ته چيري چي د بشر د حقونو احترام نه سي تضمينیدای.»

دې سازمان پر آستراليا تور لګولی دی چي غواړي له کمبوډيا سره په تړون کولو د پناه غوښتنې د هغه نړیوال تړون څخه ځان خلاص کړي، چي لاسليک کړی يې دی.

د بشر د حقونو د ياد سازمان د بحر الکاهل د څانګې مرستيال رئيس رپېرت ابوت، ويلي دي چي آستراليا د لنډ مهاله سياسي لېوالتياو له پاره د نړۍ د تر ټولو کمزورو انسانانو حفاظت قرباني کول غواړي چي هغه پناه غوښتونکي دي.

د آستراليا د اپوزیسیون زرغون ګوند هم د حکومت دغه پاليسي تر نیوکو لاندي نيولې ده او ويلي يې دي چي په کمبوديا کي په زياته بيا ښځينه پناه غوښتونکي د ناوړه استفادې سره مخامخیدای سي.