آسترالیا په ۲۰۱۳م کال له افغانستان ځواکونه راباسي
۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سهشنبهاعلان
آستراليا غواړي د افغانستان څخه تر پلان يو کال دمخه خپل عسکر راوباسي . د آستراليا صدراعظمي جوليا ګيلارد په کانبيرا کښي وويل چي اکثريت عسکر به د ۲۰۱۳م کال تر پايه خپل هیواد ته راستانه سي. هغه ویلي دي چي افغاني پوځ چمتو دئ چي خپل امنيت پخپله وساتي.
د آستراليا ۱۵۵۰ سرتیري په افغانستان کښي ځای پر ځای دي. خو د ناتو هيوادونه غواړي له افغانستان څخه په ۲۰۱۴م کال کښي خپل عسکر راوباسي.