1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان وده سیاسي ثبات پورې تړلې ده»

خلیل الرحمان امید۱۳۹۳ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د آسیا پرمختیايي بانک ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې د تیر کال په پرتله د افغانستان وده شاوخوا نهه سلنه لویدلې ده. دې بانک سیاسي بی ثباتي او د ۲۰۱۴ کال په اړه اندیښنې د دغه پر شا تگ، اصلي لاملونه په گوته کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BjZX
Afghanistan Falschgeld
انځور: AP

د آسیا پرمختیایي بانک وايي چې د سیاسي ثبات د نشتوالي له امله د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۳ کال کې ۳.۳ سلنه ته رالویدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې دغه هیواد ۱۱،۹ سلنه وده کړې وه.

د آسیا پرمختیايي بانک چې تر اوسه پورې یې له افغانستان سره تر درو میلیاردو ډالرو ډیره مرسته کړې ده، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د تیر او راتلونکي کال د اقتصادي ودې په اړه یو رپوت خپور کړ.

په افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک مشر جوجي توکيشي، د دغه رپوټ د خپرولو پر مهال وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان له یو لړ اندیښنو او سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ وو چې له کبله یې سوداګرو په دې هیواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه.

د آسیایي پرمختیایي بانک دغه چارواکي ټینگار وکړ چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي: «خو هغه څه چې ډیر اړین دي او موږ تر ټاکنو مخکې هم ویلي وو دا دي چې له افغانستان سره به د ننگونو په صورت کې هم مرستو ته دوام ورکړو. نن موږ د هغو ژمنو پر دوام ټینګار کوو او دا یوازې خبرې نه دي بلکي موږ به ریښتنې مرستې کوو.»

توکیشي زیاته کړه چې په ۲۰۱۳ کال کې د سیاسي حالت د خرابوالي له کبله اقتصادي ثبات هم ټکنی شو چې له کبله یې د ځمکو، کورونو، موټرو او ورته نورو توکو بیې ټیټې او په مقابل کې یې د خوراکي توکو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوه.

خو د آسیا د پرمختیايي بانک د افغانستان د څانګې د اقتصادي برخې مسوول رحمان ګل رحمان، بیا وویل چې که په افغانستان کې سیاسي حالت د ډاډ وړ شي نو د دوی د اټکل له مخې به دا سلنه په ۲۰۱۵ کال کې ۴،۵ ته لوړه شي: «د ۲۰۱۴ کال له پاره زموږ اټکل دا دی چې دا کچه به صفر عشاریه دوه سلنه لوړه شي او ۳،۵ ته به ورسیږي. او په ۲۰۱۵ کې به نوره هم لوړه شي چې ۴،۵ سلنې ته به ورسیږي. خو دا وړاندوینه د یو لړ شرطونو پر اساس ده چې لومړی یې سیاسي ثبات دی. که چیرې دولت جوړ او سیاسي ثبات رامنځته شي، نو نه یوازې دا وړاندوینه به پر ځای پاته شي بلکې نور پرمختګ به هم وشي.»

رحماني وویل چې د دوی اټکل د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو شپږو میاشتو وروسته شوی دی ځکه تر هغه وخته به د افغانستان د نوي حکومت او سیاسي حالت راتلونکې هم روښانه شي.

په افغانستان کې د دغه بانک مشر د ټاکنو د ښه ترسره کیدو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره به د اوږدې مودې له پاره مرستې وکړي. د آسیا پرمختیايې بانک په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په افغانستان کې کار پیل کړ او د ۲۰۱۳ کال تر پایه یې له دې هیواد سره ټول ټال ۳،۸ میلیارده ډالر مرستې کړې دي.