1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آسیه بي بي له پاکستانه وتلې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبه

سرچینو دویچه ویله ته ویلي چې آسیه بي بي له پاکستانه، کاناډا ته روانه شوې. آسیه بي بي په ۲۰۱۰م کال کې دین ته د سپکاوي په جرم د یوې ځایي محکمې له لورې په اعدام محکومه شوې وه خو تیر کال بیا سترې محکمې هغې ته برائت ورکړ.

https://p.dw.com/p/3I84M
Asia Bibi
انځور: Getty Images/AFP/M. Bureau

عیسوۍ آسیه بي بي له خپل میړه عاشق مسیح، سره له پاکستان څخه وتلې ده. د هغې خاوند عاشق مسیح د خپلې میرنې د آزادیدو له پاره اته کاله اوږده قانوني مبارزه وکړه. د محکمې د دغې پریکړې پر ضد په پاکستان کې تندلارو اسلامپالو څو ورځې احتجاجونه کړي ول.

د آسیه بي بي د کورنۍ یوه غړي له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «آسیه بي بي لا تر اوسه کاناډا ته نه ده رسیدلې. د هغې لوڼې په کالګېري ښار کې د خپلې مور وررسیدو ته انتظار باسي. د کاناډا چارواکي به دغه کورنۍ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وساتي.»

د کورنۍ غړې له دویچه ویله سره د سه شنبې په ماښام ناوخته تر پرواز دمخه خبرې کړې وې. هغې ته ویل شوي وو چې په پټه د تګ له پاره تیاری ونیسي.

وروسته له هغې چې د پاکستان سترې محکمې د ۵۳ کلنې آسیه بي بي د آزادیدو حکم وکړ، د څلورو ماشومانو دغه مور د تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستان سویلي بندري ښار کراچې ته ولیږدول شوه. په کراچۍ کې هم د هغې ساتنه کیده، ځکه چې هغه تل د افراطي اسلامپالو له خوا د مرګ له ګواښونو سره مخامخ وه. د هغې مدافع وکیل د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې وروسته له هغه د هیواد پریښودو ته اړ شو چې د مرګ ګواښونه ورته وشول.

یوه ديپلومات له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ خوشحاله یو چې هغه له پاکستانه تر ډیر ځنډ وروسته ووته او انصاف یې تر لاسه کړ. موږ د هغې د خوندیتوب په هکله په اندیښنه کې وو، خو موږ ته اجازه نه وه چې د اداري کارونو د بشپړولو له پاره له هغې سره ملاقات وکړو او یا ورسره د تلیفون له لارې خبرې وکړو.»

د آسیه بي بي قضیې د ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو پام ځان ته رااړولی وو. خو دغه قضیه په پاکستان کې هم د سترو احتجاجونو سبب شوه چې پکښې د هغې د اعدامیدو غوښتنې وشوې.

د سترې محکمې له لورې آسیه بي بي ته د برائت تر ورکولو پریکړې وروسته، سخت دریځه ډلې تحریک لبیک، احتجاجونه پیل کړل او درې ورځې یې پاکستان له داسې یوه حالت سره مخامخ کړ چې کابو هر څه په ټپه ولاړ وو. دغې ډلې آن له حکومت سره یو لیکلی تړون هم وکړ، چې له مخې یې حکومت په ستره محکمه کې د دغې قضیې پر وړاندې د تجدید نظر عریضې له وړاندې کولو سره مخالفت نه کوي او په عین وخت کې یې نوم په هغه لېست کې شاملوي چې په کې شامل کسان یوه بهرني هیواد ته سفر نه شي کولای. دغه تړون د بشري حقونو د فعالانو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو. خو اوس د بشري حقونو ډلو له پاکستانه د هغې د وتلو هرکلی کړی دی.

آسیه بي بي چې د پنجاب ایالت له ډیرې بې وزلې کورنۍ سره تړاو لري په ۲۰۱۰م کال دین ته د سپکاوي په تور د یوې ځایي محکمې له لورې د مرګ په سزا محکومه شوې وه، چې په میلادي کال کې د سترې محکمې له خوا لغوه شوه.