1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانان نور هم بډايه سوي دي

۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه

په آلمان کي هيڅکله خلک دغه شان بډايه نه ول. د خلکو نغدي شتمني نږدې ۶ زره ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده. که څه هم ډېر خلک کولای سي چي په بهادارو پاڼو رانيولو سره گټه وکړي، خو دوی خپلي پيسې په بانکونو کي ساتي.

https://p.dw.com/p/2r3OQ
Euro-Scheine
انځور: Colourbox

د آلمان د فدرال بانک د راپور له مخي په دغه هيواد کي د حقيقي خلکو شتمني د ۲۰۱۷م کال په دريمه ربعه کي ۵۷۷۹ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده چي دا يو پر دوهمه برخه ډېرښت ښيي. داسي گومان کيږي چي د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري به دغه اندازه ۶ زره ميليارده ډالرو ته رسېدلې وي.

په دغو شمېرو کي نقدي شتمني، د بانکونو پانگونه، بها لرونکي پاڼي او د بيمو د شرکتونو پيسې محاسبه سوي، خو ملکيتونه پکښې نه دي حساب سوي.

په دې راپور کي د دغو سترو شتمنيو د وېش د شېوې په اړه څه نه دي راغلي، خو هغه څه چي روښانه سوي هغه دا دي چي آلمانان نور هم شتمن سوي دي.

د دغه راپور له مخي د ټولني د نغدي شتمنۍ ۴۰ سلنه په جاري او يا د سپما په بانکي حسابونو کي پرتې دي.

له دې څخه نو داسي ښکاري چي خلک له پانگونو څخه ځان ساتي او دې ته ترجيح ورکوي چي خپلي پيسې داسي وساتي چي ژر ورته لاس رسی ولري.

ويل سوي دي چي په بانکونو کي د خلکو د پيسو د ډيرښت د انفلانسيون له کبله ساتل سوو پيسو ته له ۳۵ څخه تر ۳۸ ميلياردو يورو پوري تاوان رسېدلی يا ئې خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

dw/far(N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: