1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني افراطي اسلامپاله په سوریې کې جنگیږي

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هنس پیتر فریدریش، د لومړي ځل له پاره دا خبره منلې ده چې افراطي اسلامپاله آلمانیان د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې جگړه کې ونډه لري.

https://p.dw.com/p/18N87
A fighter from Islamist Syrian rebel group Jabhat al-Nusra runs with his weapon as their base is shelled in Raqqa province, eastern Syria, March 14, 2013. REUTERS/Hamid Khatib (SYRIA - Tags: CONFLICT POLITICS)
Syrien Bürgerkrieg Kämpfer von Al Nusra Front in Rakkaانځور: Reuters

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د «شپیگل انلاین» انترنتي پاڼې ته ویلي دي: «موږ په دې پوهیږو کې یو شمیر آلماني افراطي اسلامپاله وگړي، له یوې مودې راهیسي په سوریه کې میشت دي او هلته د پاڅون کوونکو تر څنگ د اسد د رژیم پر وړاندې جنگیږي.»

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر په حواله آلماني امنیتي ادارې سوریې ته د افراطي اسلامپالو آلمانیانو سفرونه «له ژورې اندیښنې» سره څاري. فریدریش دې موضوع ته اشاره کړې ده چې دغو افراطیانو ته د ترهگرو ډلو له خوا ویل شوي دي چې آلمان ته تر سنیدو وروسته خپل «جهاد» جاري وساتي.

د یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو استخباراتي ادارو هم ویلي دي چې د هغوی یو شمیر اسلامپاله افراطي وگړي اوس سوریې ته تللي دي او له پاڅون کوونکو سره یو ځای د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې جنگیږي.لویدیځ هیوادونه په دې اړه ډیره اندیښنه لري چې د سوریې په ځینو سیمو کې پاڅونکوونکي د یو بل هیواد له خوا کنترولیږي.

د ترهگرۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې کارپوه گیل دو کرچوفه، د چهارشنبې په ورځ وویل چې شاوخوا ۵۰۰ افراطي اسلامپاله اروپایان اوس په سوریه کې د اسد د رژیم پر وړاندې په جگړه کې ښکیل دي.

کارپوهان په حواله بهرني افراطیان په سوریه کې خپل خاص اهداف تعقیبوي. دغه کارپوهان وایي چې د بشارالاسد پر وړاندې جگړه د هغوی اصلي او لومړنی هدف نه دی، بلکې هغوی غواړي په سوریه کې یو اسلامي حکومت رامنځ ته کړي. دغه خبره امریکايي څړنیز مرکز «د جگړې د څیړنو انستیتوت» هم تایید کړې ده.

په سوریه کې د اسد د رژیم پر وړاندې جگړه د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې پیل شوه. د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه پورې په دې جگړه کې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب