1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني افغانان د پارلماني ټاکنو په اړه څه نظر لري

فلوريان وايگاند/ نسيم صابر۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبه

په آلمان کي ډيرو افغانانو د دغه هیواد تابعيت او په دې توگه د رای اچولو حق ترلاسه کړی دی. د رای اچولو پر وخت دوی د افغانستان په هکله د گوندونو سياست ته هم اهميت ورکوي. آلمان ته د زياتو پناه غوښتونکو راتگ آسانه نه وي.

https://p.dw.com/p/19eMG
Stimmzettel Bundestagswahl Nahaufnahme
Stimmzettel ausfüllenانځور: Fotolia/MaxWo

د سپتمبر پر ۲۲نېټه د آلمان د مرکزي فدرالي پارلمان بندستاگ له پاره ټاکني د زياتو آلماني تابعيت لرونکو افغانانو له پاره مهمي دي. دغه افغانان چي په آلمان کي د رای اچوني حق لري، د رای ورکولو پر مهال د افغانستان په برخه کي د گوندونو او کانديدانو پاليسي ډېره مهمه وي. هغه په دې وجه چي دغه افغانان اوس هم په افغانستان کي خپلوان او ملگري لري.

ډاکټر محمد اکرم ملکزی چي د آلمان په بېبرا ښار کي کتنځی لري وايي چي د افغانستان په هکله د آلمان په پاليسۍ کي بايد بدلون راسي. ملکزی چي د آلمان د ولسمشر له خوا د «خدمت مډال» هم ورکړل سوی دی، زياتوي:

«د افغانستان له پاره د فډرالي آلمان په سياست کي بدلون راتللو ته اړتيا سته. دغه بدلون د بېلگي په توگه داسي رامنځ ته کېدلای سي چي د جنگسالارانو پر ځای د ديموکراتيکو قوتونو تقويې ته پاملرنه وسي.»

«مسيحي ديموکرات، سوسيال ديموکرات او زرغونه ملگري لرم»

ډاکټر محمد اکرم ملکزی د افغانستان د سياسي وضعې په هکله وايي چي په دې دليل پکښي بهتري نه ده راغلې، چي سيمه يز واکمنان زيات اثر او رسوخ لري. د دويچه ويله د دې پوښتنې په جواب کي چي ملکزی به کوم کانديد ته خپله رايه ورکړي، وويل:

«زه د آلمان په هیڅ گوند کي غړيتوب نه لرم. په آلمان کي د رايي د مخفي ساتلو قانون سته او زه نه غواړم چي په عام محضر کي ووايم چي کوم کانديد يا گوند ته به خپله رای ورکړم. خو دا ويلای سم چي زه د مسيحي له يموکراتانو سره اړيکي لرم. د دې تر څنگ زه يو شمېر سوسيال ديموکراتان او دغه شان راز له زرغون گوند سره تړاو لرونکي ملگري هم لرم.»

د ډاکټر ملکزي په پرتله د آلمان په بون ښار کي اوسېدونکې کورنۍ مېرمنه سهيلا قيام په ښکاره وايي چي د سوسيال ديموکراتانو گوند غوره کانديد شټاين بروک ته به خپله رای ورکړي. هغه د خپلي پرېکړي دليل داسي بيانوي:

«هو، زه شټاين بروک ته خپله رايه ورکوم، ولي چي آغلې میرکل له اتو کالو راهيسي پر واک ده. زه اوس غواړم چي وگورم چي ښاغلی شټاين بروک چي خبري يې ښې دي، په عمل کي څرنگه دي. موږ هيله لرو چي هر شی په ښه توگه تر سره سي.»

د پناه غوښتني موضوع مهمه ده

سهيلا قيام يوازنۍ افغانه نه ده چي و سوسيال ديموکرات (SPD) گوند ته خپله رايه ورکوي. ژورنالسته هيلۍ نور وايي چي زیاتره هغه کسان چي د کډوالۍ شاليد لري يا خو سوسيال ديموکرات او يا هم زرغون (Grüne) گوند ته خپلي رايي ورکوي. دغه پېغله چي په خټه افغانه ده، په آلمان کي لويه سوې او په بېلابېلو آلماني رسنيو کي يې کار کړی دی.

هيلۍ نور زياتوي چي د افغان کډوالو او په زياته بيا ځوانانو له پاره تر ۲۰۱۴م کال وروسته کله چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، په آلمان کي د پناه غوښتنې موضوع ډېره مهمه ده. آلمانی تابيعت لرونکي زیات افغانان تر اوسه په افغانستان کي د کورنۍ غړي او خپلوان لري. دوی د افغانستان د خلکو په سرنوشت کي ورسره شريک دي. نور وايي چي دا پخپله د افغانو پناه غوښتونکو او په زياته بيا ځوانانو ستونزو ته د خلکو پام ور اړول غواړي:

«حتی هغه وخت کله چي لا زه محصله وم، ما په آلمان کي د افغان کډوالو د ستونزو د اوارۍ له پاره هڅې کولې. په آلمان کي د کډوالۍ سياست د تنقيد وړ دی. زما په فکر اوس هم په دغه هيواد کي د افغان کډوالو زياتره برخه کمکي ځوانان جوړوي. څوک بايد دا په پام کي ونيسي چي دوی جگړه ځپلي دي، پر لاري يې به دې او ستړي تجربې کړي دي. کله چي دوی آلمان ته راسي نو دلته هم له يوه بل تکان سره مخامخ کيږي.»

آلمان ته د زياتو پناه غوښتونکو راتگ آسانه نه وي. کله چي دوی دغه هيواد ته راورسيږي نو دلته هم د يو شمېر ستونزو سره مخامخ وي. افغان هندو هيمانشو نارولا، چي د دغه هيواد په ايسن ښار کي يو پلورنځی لري وايي همدغو ستونزو ته اشاره کوي:

«زيات دغه کډوال زما دوکان ته راځي او په اپارتمانونو پسي گرځي. زه چي تر کومه ځايه کولای سم، ورسره مرسته کوم. په دوی کي زیات داسي کسان هم وي چي ماته خپل ليکونه راوړي ولي چي په خپله يې نسي لوستلای. دوی غواړي چي زه دغه ليکونه ورته ترجمه کړم. دا يو ښه احساس وي چي څوک د يو چا سره په کومک کولو وتوانيږي.»

نارولا وړانديز کوي چي په آلمان کي بايد هرې پناه غوښتونکې کورنۍ ته يو بلد کس ورمعرفي سي. د هغه په وينا دغه بلد کس بيا د دغې کورنۍ په ورځنيو ستونزو کي لاره ليکه ور ښودلای او په ادغام کي مرسته ورسره کولای سي. نارولا، او يو شمېر نور افغانان چي آلمانی پاسپورت لري، له راتلونکي حکومت څخه دا غوښتنه لري چي د افغان کډوالو په برخه کي بايد ښه پاليسي خپله کړي.

ميرکل هم افغان مينه وال لري

د دويچه ويله له خوا پوښتل سوو تقريباً ټولو افغانانو د دې پخلی وکړی چي زیاتره افغانان خپلي رايي و سوسيال ديموکراتانو او يا زرغون گوند ته ورکوي. خو دوی د ميرکل له سياست څخه هم خوښ بريښي او وايي چي داسي چانسونه هم زيات دي چي ميرکل يعنی د مسيحي ديموکرات گوند (CDU) کانديده د دوی رايي خپلي کړي. ژورناليسته هيلۍ نور د دغې موضوع په هکله وايي:

«په کومه توگه چي آلمان اوس خپل ځان په نړۍ کي وړاندي کوي، زه دې ته زیات تمايل لرم چي خپله رايه و مسيحي ديموکرات گوند ته ورکړم. ما به ښايي پخوا داسي نه وای کړي خو اوس بايد چي ووايم چي د مسيحي ديموکرات گوند او پخپله د آغلې ميرکل دريځ زما خوښ دی. زه هيله لرم چي د افغانستان په هکله د آلمان حکومتي دريځ تر ۲۰۱۴ کال وروسته همداسي پاته سي او ورسره مرستو ته دوام ورکړي.»