1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر یوې ټاکلي مودي له افغانستان څخه خپل ځواکونه نه باسي

آژانسونه: جمشید فیاض۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

د آلمان اعلان کړی دی چې خپل سرتېري به تر يوې مودې پورې په افغانستان کې پاتې کړي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا متحده آیالات هم په پلان کې لري چې لږ تر لږه د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې خپل سرتیري په افغانستان کې پریږدي.

https://p.dw.com/p/1Gppp
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د امریکا متحده آیالاتو تر هغې پریکړې وروسته چې د دې هیواد سرتیري به په افغانستان کې پاتې شي، آلمان هم ورته پریکړه وکړه او د دې هیواد د فاع وزارت په نظر کې لري چې هغه معین شمیر سرتیري چې په افغانستان کې میشت دي، تر یو نا معلوم وخت پورې په دغه جنگ ځپلي هېواد کې پرېږدي.

د آلمان د باندنیو چارو د وزارت ویاند مارتین شیفر ویلي دي چې په افغانستان کې د گډ نظامي ماموریت له پیل او قاعدې له مخې ټول بهرني نظامي قوتونه او ناتو افغانستان ته یو ځای تللي او یو ځای به افغانستان پریږدي.

د آلمان په پارلمان کې د د فاع وزارت د کمیټې د سوسیال دیموکرات گوند غړي ویلي چې خپله نظامي اډه به د شمالي ولایت بلخ مرکز مزارشریف ته د هیواد د ټول شمال سمت د ثبات په موخه را بدله کړي. راینر ارنولډ د دویچلند فونک راډيو ته زیاته کړه چې په افغانستان کې آلماني پوځیانو په دې کیدای شي خوښي څرگنده کړې وي چې د امریکا متحده آیالاتو له خوا شوې پرېکړې ماموريت ته اړين چوکاټ ټاکلی دی.

آلماني سرتیري تر یوې نامعلومي نیټې په ا فغانستان کې پاتې کیږي
آلماني سرتیري تر یوې نامعلومي نیټې په ا فغانستان کې پاتې کیږيانځور: picture-alliance/dpa/Bundeswehr

نوموړي دا هم وويل چې « د افغانستان پوځي ځواک باید نور هم و روزل شي او دوی تخنیکي زېربنا ته اړتیا لري چې په هوایي ډگر کې به د دوی لپاره برابر شي»، راینر ارنولډ وروسته وويل چې د نوموړي روزنې سره سره به د افغانستان ملي پوځ بیا هم د دې توان و نه لري چې په خپلواکه توگه عملیات تر سره کړي.

هینینگ اوته، د پارلمان د دفاعي کمیټې یو بل غړي د آلمان يوې ورځپاڼې بيلد ته ویلي دي چې نوموړی خوځښت به د افغانستان شمال لوري ته د افغان ملي پوځ لپاره د قناعت وړ روزنیزه زمینه برابره کړي.
د کډوالۍ بحران
د آلمان هیواد په پيل کې داسې پریکړه کړي وه چې د ۲۰۱۶ کال په پسرلي به په سرتیرو کې ډېر کموالی راولي او په خپل پوځي حضور کې به په پلازمینې کابل کې کمښت راولي. دمگړۍ آلماني سرتیري یوازې د افغان ملي پوځ لپاره روزنه پر غاړه لري. خو د کندز ولایت سقوط د دې څرگندويي کوي چې د افغان ملي پوځ نورې روزنې ته اړتیا لري.

اروپا ته د کډوالو د دوامداره تگ بحران له مهمو موضوعگانو څخه ده چې په اړه يې باید تصمیم و نیول شي چې په دې کې افغانستان هم شامل دی. گڼ شمېر افغانان وطن پريږدي او د اروپا لوري ته د سیاسي پناه لپاره مخه کوي.
راینر ارنولډ خبرداری ورکوي چې زیات شمیر افغان وگړي به اروپا ته خطرناک سفرونه وکړي که چیرې آلمان افغانستان یوازې پریږدي.

ناتو غواړي چې نوموړی حالت د دسمبر په میاشت کې و ارزوي
د ناتو خارجه وزیرانو پریکړه کړې چې د د سمبر په میاشت کې به په بروکسل کې غونډه وکړي او په افغانستان کې به د دوی ماموریت په اړه تصمیم و نیسي. د آلمان سرتیري په افغانستان کې د ۷ فیصدو څخه کم د ناتو د سرتیرو يوه برخه جوړوي چې ټول ۱۳۰۰۰ تنو ته رسیږي. د امریکا متحده آیالاتو د د فاع وزیر اش کارتر ویلي دي چې د ناتو غړي هیوادونه باید د امریکا متحده آیالاتو تگلاره غوره کړي او خپل ماموریت اوږد کړي.

د امریکا متحده آیالاتو رئیس جمهور بارک اوباما په دې اونۍ اعلان وکړ چې نوموړی به په افغانستان کې خپل معین او موجوده شمیر سرتیري تر راتلونکي کال پورې پریږدي. دغه پریکړه ښيي چې د ۲۰۱۷ کال په جنوری کې د اوباما د ځای ناستی په راتگ سره به د امریکایي سرتیرو شمیر له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راټيټ شي. د پخوانو پلانونو له مخې بايد يوازې ۱۰۰۰ امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شوي وای.


د افغانستان رئیس جمهور محمد اشرف غني له دغو پرېکړو څخه هر کلی کړی دی او زیاته کړې يې ده چې د بهرنیو سرتیرو پاتې کیدل به افراطي ډلو او طالبانو ته یو ډیر غښتلی خبرداری وي چې «د دوی جگړه به د دوی له ماتې پرته بله هیڅ نتیجه ونه لري.»