1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني شرکتونه د ترکیې په تور نوملړ کې

۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبه

د یوې ورځپاڼې د راپور له مخي انقرې ځيني آلماني شرکتونه او وګړي د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي دي. په دغه نوملړ کې له «ګلوبل پلییر» لوی شرکت څخه نیولې بیا د «دونر پلورلو» تر وړوکو پلورنځایونو پوري شامل دي.

https://p.dw.com/p/2gsd2
Recep Tayyip Erdogan
انځور: Reuters/U.Bektas

په دغه نوملړ کې پر تورنو کسانو باندي د ترهګرو د ملاتړ تور لګول شوی دی. د «دې سایت» ورځپاڼي په دې اړه د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی. په دې اړه د آلمان جنایي پولیسو ته څلور اوونۍ مخکې خبر ورکړل شوی وو.

د رپوټ په حواله په نوملړ کې د ۶۸ آلماني شرکتونو او وګړو نومونه شامل دي چې ورباندې د فتح الله ګولن له خوځښت سره د اړیکه لرلو تور لګول شوی دی. ترکيې پر ګولن باندي چې په امریکا کې اوسیږي د دغه هیواد د ناکامي کودتا د رهبري کولو تور لګولی دی.

له سترو نړیوالو شرکتونو نیولې د خوراکه فروشيو تر غرفو پورې

د «دې سایت» د رپوټ په حواله، په دغه نوملړ کې له لویو نړیوالو شرکتونو نیولې بیا د ترکي کباب پلورلو تر یوې وړوکې غرفې پورې شامل دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغه رپوټ له تایید څخه ډډه کړې ده. د دې وزارت یوې ویاندي ویلي دي چې ترکیه هغوی ته په منظم ډول معلومات ورکوي. په دې کې نورمال جرمي موارد او بیا له ترهګرو سازمانونو سره د اړیکې په اړه معلومات شامل وي. خو زیاته شوې ده چې د ترکیې له خوا ورکړل شوي معلومات بیا په آلمان کې ارزول کیږي چې ایا وګړي خو په خطر نه کې نه دي.

خو ورخپاڼې بیا دا هم ویلي دې چې د رسمي غبرګون تر څنګ په برلین کې دغه نوملړ ته د ملنډو په سترګه کتل کیږي. د آلمان د فدرال پولیسو ادارې په دې اړه له ترکي چارواکو څخه په دې اړه لا ډیر معلومات غوښتې دي خو لا تر اوسه پورې یې څه نه دي ترلاسه کړي.

که څه هم په نوملړ کې د شرکتونو د شاملولو له پاره کافي شواهد نه دي وړاندي شوې، خو بیا هم دغه څه کیدای شي د هغوی له پاره ناوړه پایلې ولري. دې سایت ورځپاڼې لیکلي دي چې کیدای شي له دې سره د دغو شرکتونو نوم بد شي او آن په ځینو مواردو کې د تحریمونو له وړاندیز سره د هغوی پر وړاندې حقوقي ستونزې رامنځ ته شي.

لهجه د پخوا په پرتله تونده شوې

پر آلماني شرکتونو باندې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور لګول ښايي چې د آلمان او ترکیې تر منځ اړیکې تر پخوا هم ترینګلې شوې وي. ولسمشر رجب طیب اردوغان، تر دې مخکې د جولای میاشتې په پیل کې ویلي ول چې آلمان ته یې ۴۵۰۰ دوسیې سپارلي دي چې پکې د ګولن د ملاتړ په اړه معلومات شامل دي. هغه غوښتنه وکړه چې آلمان دې دغه «ترهګر» ترکیې ته وسپاري. هغه دې سایت ورځپاڼې ته ویلي دي: «تر هغه وخته پورې چې آلمان دغه کار و نه کړي نو ورته به د داسې یوه هیواد په سترګه وکتل شي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.»

د آلمان او ترکیې اقتصادې اړیکې

دغو جنجالونو د آلمان او ترکیې اقتصادي اړیکې له ستونزې سره مخامخ کړې دي. یوازې د ۲۰۱۷م کال په لومړیو درو میاشتو کې ترکیې ته د آلمان صادرات اته سلنه کم شوي دي خو د نړۍ په کچه بیا د آلمان په صادراتو کې ۸،۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. له ترکیې څخه آلمان ته واردات بیا د څلورو میلیاردو یورو په ارزښت کم شوي دي.

اوس مهال په ترکیه کې ۷۰۰ آلماني شرکتونه حضور لري. هیڅ بل هیواد په ترکیه کې دومره ډیر شرکتونه نه لري.