1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني شرکتونه غواړي ډیرو مهاجرو ته کار ورکړي

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

آلماني شرکتونو د مهاجرو د استخدام په برخه کې د اسانیا رامنځته کولو له پاره د "‌B2B" یا «شرکتونو تر منځ» په نوم یوه شبکه جوړه کړی ده. خو د مسلکي مهارتونو نشتوالی او د ژبې ستونزه یوه جدي ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/1IAXT
Symbolbild Flüchtlinge als Fachkräfte
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د یوې آلماني کمپنۍ مشر تئو باومشتارک، چې د روغتیایې ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي، د خپل افغاني شاگرد کلکې ادارې او ژمنتیا حیران کړی دی. هغه وایې:

«کله چې ما د دغو خلکو اراده ولیدله زه یې په تعجب کې واچولم او زما سره واقعاً هم یو مثبت احساس پیدا شو. همدارنگه دوی په ډیر لنډ وخت کې د دې جوگه شول چې زموږ په ژبه چې اسانه هم نه ده، یو څه بیان کړي.»

باومشتارک، له نوامبر میاشتې راهیسې وخت اخیستې، څو دغه مهاجر ځوان ته آلماني ژبه ورزده کړي. د ده دغه شاگرد به په راتلونکي اونۍ که د نوموړي په شرکت کې خپله روزنیزه دوره پیل کړي.

نوموړی شرکت یو له هغو ۳۳۰ شرکتونو څخه دی چې د «شرکتونه مهاجر په ټولنه کې مدغموي» په نامه طرحه تعقیبوي. دغه طرحه د چهارشنبې په ورځ د آلمان د اقصاد په وزارت کې معرفي شوه.

دغې شبکې یعنې د «شرکتونو تر منځ» تر اوسه پورې ۲،۸ میلیونه يورو بودیجه ترلاسه کړی چې رهبري یې د آلمان د سوداگرۍ او صنایعو خوني ټولني ته سپارل شوې.

تمه کیږي چې دغه شبکه به هغو شرکتونو ته چې حقوقي مشورو ته اړتیا ولري یوه ښه منبع وي. همدارنگه دغه شبکه غواړي هغه مهاجر وپيژني چې په بریالیتوب سره د کار بازار ته جذب شوي او یا هم غواړي چې په ټولنه کې د ادغام په هکله معلومات ترلاسه کړي.

همدارنگه دغه ټولنه دنده لري چې په سیمه ایزو محفلونو او مراسمو کې د مهاجرو گډون تنظیم کړي.

گابریل: کار په ټولنه کې ادغام ته لاره اواروي

د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گابریل په برلین کې له خبریالانو سره په خبرو کې له دغه ابتکاره مننه وکړه. هغه وویل چې د آلمان په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې د نورو ټولو کوښښونو د هغو له جملې څخه د ژبې کورسونو تر څنگ د کار له لارې په ټولنه کې د مهاجرو ورگډیدل یو اغیزمن کار دی. گابریل وویل کله چې یو څوک کار او مصروفیت ولري، د دې توان لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.

ډیر ژر به د آلمان د اقتصاد وزیر د مهاجرو د روزنې طرحه د دغه هیواد پارلمان ته واستوي. په اوس وخت کې هم آلمان ته تازه راغلي مهاجر باید هر کال د ژبې په کورسونو کې د شاملیدو غوښتنلیک ورکړي، او دغه مهاجر باید تر۲۱ کلنۍ لوړ وي.

خو د نوې طرحې له مخې- په دې شرط چې د پارلمان له خوا تائيد شي، ۲۵ کلن مهاجر هم وکولای شي په روزنیزو پروگرامونو کې د گډون له پاره غوښتنلیک ورکړي او دې ته اړتیا نشته چې هر کال دغه عمل تکرار کړي.

د نوې قانون له مخې هغه کسان چې خپله روزنیزه دوره پای ته ورسوي، په اتوماتیک ډول د دوو کلنو له پاره د کار اجازه ترلاسه کوي.

په آلمان کې ډیري کوچنۍ یا متوسطې کمپنۍ په سختۍ سره کولای شي حرفوي یا ماهر شاگردان پیدا کړي. دغه ستونزه په ځانگړي توگه د المان په لیرو پرتو سیمو کې ډیره زیاته ده، چيري چې کاري فرصتونه او د روزنیزو دورو ځایونه خالي پاتيږي.

خو سره له دې ټولو په دې کې شک او تردید موجود دی چې هغه تر یو میلیون ډیر مهاجر چې تیر کال آلمان ته راغلي دي او تر درې میاشتو وروسته د کار اجازه ترلاسه کوي، وکولای شي چې دغه کاري فرصتونه ډک کړي.

د مسلکي وړتیاو کمښت

د آلمان د سوداگرۍ او صنایعو خوني ټولني رئیسه اریک شوایتسر، وایې چې ډیر مهاجر په کافي اندازه کاري مهارتونه نه لري او نږدې سل په سلو کې نه شي کولاي په آلماني ژبه خبرې وکړي.

د شوایتسر په خبره له همدې امله سړی بايد تمه ونه لري چي په یوه شپه کې دې ټولنیز ادغام ترسره شي. د دغه اټکل له مخې ټولنیز ادغام هغه بهیر دی چې لږ ترلږه له ۵ څخه تر ۱۰ کلونو پورې وخت ته اړتیا لري.

بتینا شماودر، د آلمان په سویلي ایالت بادن ورتمبرگ، کې د موټرو میخانیک د یوه کوچني شرکت مشره ده. د هغې په کمپنۍ کې یو عراقي مهاجر دوه نیم کاله زده کړه کړی. نوموړۍ هم د کار په بازار کې د مهاجرو ادغام یو ستونزمن کار بولي. شماودر زیاتوي: «یقیناً دا آسانه کار نه دی، په ځانگړې توگه کله چې د یوه کډوال د زده کړی کچه نسبتاً ټیټه وي.»

ځيني شرکتونه لکه دویچه بان یا د آلمان د اورگاډي شرکت غواړي چې د دغي ستونزي د حل په برخه کې ځيني اقدامات وکړي. دغه شرکت ویلي دي چې هغه پروگرام تمدیدوي چې له مخې يې هغو مهاجرو ته روزنه ورکول کیږي چې خپلې زده کړې یې پريښي دي.

خو سره له دې تولو شماورد، وایې چې هغه ډاډمنه نه ده چې د مهاجرو وروستې بهیر به په آلمان کې د کار ځواک نیمگړتیا پوره کړي.

که چیرې آلماني شرکتونه په دې پروگرام کې خپله ونډه زیاته کړي، په هغه صورت کې به په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام پروسه په بریالیتوب سره ترسره شي.

باومستارک هم وایې چې یوازي په دې صورت کې موږ کولای شو په میلیونونو مهاجر په ښه توگه مدیریت کړو.