1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني عسکر به يو کال نور هم په افغانستان کې عمليات کوي

۱۳۸۶ آبان ۲۵, جمعه

د آلمان پارلمان د دوامداري آزادۍ Operation Enduring Freedom په چوکات کې د آلماني عسکرو د گډون موده د دوولسو مياشتو لپاره تمديد کړه. او دوی د امريکايي عسکرو تر مشرئ لاندی په نظامي عملياتو کې برخه اخيستی شی.

https://p.dw.com/p/DKGv
انځور: AP

په پارلمان کې د مسيحي او سوسيال دموکرات گوندونو زياتره برخه مثبته رايه ورکړه خو د چپ او شنو گوندونو ټولو وکيلانو منفی رايه ورکړی ده.

د شنو یو مشر تريتين وويل:
په افغانستان کې دغه نظامي عمليات د نړيوالو حقوقو پر بنسټ نه دی ولاړ. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا تصميم په دی معنی نه دی، چې په هر وخت او هر ځای کې دی نظامي عمليات تر سره شي.