1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني عسکر د سولي په خدمت کي

۱۳۸۷ مهر ۸, دوشنبه

د 25 کالو نه راپدیخوا ، د Darmstäder Signal یا دارم شتات د ښار د زيګنال به نامه په آلمان کې د عسکرو يوه ټولنه ده ، چې

https://p.dw.com/p/FR7P
د جرمني پوځ
د جرمني پوځانځور: AP

دسولې دپاره خدمت کوې . دتيرې شنبې په ورځ دغې ټولنې دآلمان دبن په ښار کې خپله 25 کاليزه لما نځلې . دلمانځنې په دغه کاليزه کې دنورورابلل شو ميلمنو ترڅنګ دآلمان دسوسيال ډیموکرات دګوند دبيوسلې کولو دچار نامتو کارپو ايګون بار هم يوه وينا کړې او دې پخپله ویناکې ددغې پوځې ټولنې هغه تاريخې دريځ ستايې چې په اتيا ومه لسيزه کې يې دناتو ددفاعې تړون دتسليحاتې مسابقې پر ضد خپل غږ پورته کړې و .

ايګون بار وايې :په هغه وخت کې چې ددارم شتات دزيګنال په نامه دآلمان دسولې پوځې ټولنې دناتو تسلیحاتې سيالې ته ګوته نيولې وه ، په آلمان کې ډير لږ نور سازمانونه و چې ددغه بنيادې پوښتنې په هکله يې څيړنې کړې وی اوبيا يې دخپلو څيړنو په نتيجه کې په زيات جرعت سرع داسې دريځ نیولې چې په پاې سم او معقول دريځ بلل شوې .

په دغه غونډه کې دآلمان دسوسيال ډیموکرات دګوند نامتو سیاست مدار ایګون بار دافغانستان دمسالې په هکله وايې چې : مونږ بايده دې افغانستان ته دنړيوال سوله ساتونکې ځواکونو په چوکاټ کې دغه هيواد ته دآلمانې عسکرو دليږلو په موضوع باندې بيړه قضاوت ونکړو .

په افغانستان کې که سړې حالاتو ته په پوځې نظر سره وګورې ، هلته سوله او ثبات ندې ترلاسه شوې . او ددې اټکل هم سړې نشې کولاې چې څه وخت به هلته سوله او ثبات راشې . مونږ بايده دې داخبره هير نکړو چې آلمان افغانستان ته له يوې خوادخپلو نړيوال مسوليتونو به چوکاټ کې خپل عسکر دغه هيواد ته استولې او له بله پلوه مونږ دهغه انسانانو دامنيت دساتنې مسولیت هم په غاړه لرو چې دغه هيواد ته دخدمت دپاره استولوشې دې . نو دلته سړې ويلې شې چې دافغانستان دلانجې حل به نه په دې کې وې چې مونږ له دغه هيواده څخه خپل هغه عسکر چې دنړيوال سوله ساتونکې ځواکونو په چوکاټ کې مو دغه هيواد ته استولې وباسو او نه ځوک ددې ژمنه کولاې شې چې په دغه هيواد کې به زمونږ دعسکرو په باتې کیدلو سره هلته ارو مرو سوله او ثبات راتلاې شې . نو دلته مونږ په اصطلا په هغه دو ه لاره کې يو چې نشو کولاې يواځې په يو څو هغه خبرو سره چې دعامه خلکو به ډیر ښه خوښیږې دغې مسالې ته ځواب ووایو . ..

خوپه دغه غونډه کې دآلمان دګيسن دښار دساپوهې يا دروانشناسې دعلومو کارپوه Horst Eberhard Richter وايې چې دافغانستان په مساله کې ښه به داوې چې مونږ په اصطلا سپینې خبرې وکړو.په دغه هيواد کې به ددې دپاره شانس نه وې چې سړې به پوځې وسايلو سره سوله او ثبات راولې . اوبيا ريښتر وايې چې :

او که مونږ خپل تاريخې پس منظر ته یو نظر واچو ، نو نورمال به زمونږ دپاره هغه وې چې مونږ مونږ ځوک په ګولې ونه ولو بلکې احتياط وکړو . چيرته چې دپوځې زور څخه په تيره بيا دملکې وګړو په مقابل کې ـ کار اخيستل کیږې هلته ارو مرو خوابدې او کرکه منځ ته راځې او چيرته چې کرکه او خوابدې وې ، هلته ترهګرې وده کوې .