1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ليکوالانو د سعودي بلاگر د آزادولو غوښتنه کړې

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د سعودي عربستان د بندي بلاګر، راییف بدوي ميرمن له آلماني ليکوالانو څخه د هغه ابتکار له امله مننه وکړه چې د دغه بندي بلاگ چلوونکي د خلاصون په خاطر یې کړی دی. لیکوالانو د جرمني رييس جمهور او خارجه وزير ته ليک استولی وو.

https://p.dw.com/p/3iUNt
Deutschland, Berlin: Demonstration für Raif Badawi
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د سعودي د بندي بلاګر، راییف بدوي ميرمن، انصاف حیدر د یکشنبه په ماښام د دغو لیکوالانو څخه په خپل تویتر کي مننه وکړه. د آلماني لیکوالانو دغه خط، کوم چي د جرمني جمهورییس فرانک والټر شټاین مایر او خارجه وزیر، هایکو ماس ته لیکل سوی دی، د نورو تر څنګ د ادبیاتو په برخه کي د نوبل جایزې ګټونکي، هېرتا مویلر، دوګان اخانلي او باربرا هونیشمن امضأ کړی دی.

په خط کي راغلي، چي د بدوي« صحي حالت ډیر خراب او د تشویش وړ دی.» د لیک امضآ کونکو د نوموړو «سیاستمدارنو څخه غوښتي دي، چي د بدوي د ازادیدو غم وخوري،« تر څو زموږ د هممسلکه ژوند وژغورل سي.» انصاف حیدر بیا ویلي چي اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي د هغې میړه ازاد او په کاناډا کي د خپل فامیل سره یوځای سي. دا هلته د خپلو درو کوچنیانو سره اوسیږي.

Ensaf Haidar, Frau des Bloggers Raif Badawi
انصاف حيدر د خپل خاوند راييف بدوي د آزادولو له پاره هلې ځلې کويانځور: picture-alliance/R. Newald

 ۳۶ کلن د بشر د حقوقو مدافع، راییف بدوي په ۲۰۱۲ م کال کي «اسلام ته د توهین »په تور په لس کاله بند، ۱۰۰۰ دُرې او ډیرو پیسو په جریمې سره محکوم سوی وو.

بدوي ته ترهغه راوروسته ډیري جایزې ورکول سوې، د نورو تر څنګ د اروپا د پارلمان د نظر د آزادۍ له پاره د سخاروف جایزه.

انصاف حیدر د خپل میړه تر بندي کیدو وروسته په تکرار سره د هغه د خراب صحي حالت څخه رپوټ ورکړی دی.

زموږ له آرشيف څخه: