1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ادغام، ملګري موندل او معرفي کېدل د انټرنټ پاڼي له لاري

د دویچه ویله اردو څانګه۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د می میاشتې له لومړۍ نیټې څخه یوه داسې انټرنټ پاڼه فعاله شوې چې مهاجر له المانانو سره وصلوي او له دې لارې په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام له پاره لاره هواروي.

https://p.dw.com/p/1IoNx
انځور: DW/R. Shirmohammadi

په هغه وخت کې چې په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ خپل اوج ته رسیدلې وو، هره ورځ په سلگونه مهاجر آلمان ته راتلل. په هغه وخت کې په پلازمېنه برلین کې د لاسی لینډټ، په ذهن کې یوه پوښته پیدا شوه. «اسارټ اپ کنسلټنټ» یعنې د یوه نوي کاروبار پیلونکي ته مشوره ورکونکۍ لینډټ، له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه چې دلته په دومره ډیر شمیر کې مهاجر رازي خو دوی له هیڅ چا سره نه ویني، آخر ولې؟

د ۳۷ کلنۍ لنډټ په خبره په هغو ورځو کې په رسنیو کې همدا خبرونه ول، خو تر دې وخته پورې هغه له هیڅ مهاجر سره نه وو لیدلي. هغه غوښتل پوه شي چې آیا دغه خبرونه او بحران حقیقي دی او که څنگه؟

لاسی لینډټ، یوازنۍ آلمانۍ نه ده چې له دې تجربې څخه تیریږي، ډیر شمیر آلمانانو یوازې د مهاجرو سره د ملاقات په خاطر له مرستندویه ټولنو سره تماس نیولې او په رضاکارانه ډول یې تر یوه وخته پورې په دې برخه کې کار کړی.

دا چې لینډټ د یوه کاروباري ذهنیت درلودونکې وه، له نورو څخه یو قدم وړاندی شوه او د داسې یوه ویب پاڼې بنسټ یې کیښود چې له دې لارې آلمانان او مهاجر سره پیژندلې شي.

د دې ویب پاڼې هدف کوم افسانوي ملاقات نه، بلکې یوازې یوه ټولنیزه رابطه ده.

لینډټ په برلین کې د کمپوټر کوډنگ په یوه کورس کې د سوریایې مهاجر خالد الاسود، سره ولیدل. لینډټ له اسود سره یوځای د «لیټس انټگریټ» یا رازې چې مدغم شو په نوم یوه نوې پروژه بشپړه کړه. د دې پروژې هدف له سیمه ییزو خلکو سره د مهاجرو لیدل کتل او له دې لارې په ټولنه کې د مدغم کیدو پروسې چټکول وو.

دغه ویب پاڼه له خپلو کارونکو سره د دوی د ملاقات ځای او وخت ټاکلو په برخه کې هم مرسته کوي. د دې کار یوه هدف دا هم وو چې دواړه خواوې د اوږدې اداري پروسې له ترسره کولو پرته یوه بل سره په یوه کافې کې وویني او خبرې وکړي.

لینډټ په دې هکله وایې: «په آلمان کې د ادغام موضوع ډیره پیچلې شوې ده. تاسې ژبه زده کړئ، او کار وکړئ بیا نو ستاسې د ادغام پروسه بشپړیږي. خو حقیقت دا دې چې ادغام په اصل کې په ټولنیزه کچه ارتباط ته ویل کیږي. دا یو داسې شې دی چې د ژبې کورس له پاره شپږ میاشتې تر انتظار کولو مخکې هم کیدای شي.»

د«www.letsintegrate.de»په نوم دغې انټرنټ پاڼې د می میاشتې له لومړۍ نیټې څخه خپل کار پيل کړی دی. او تر اوسه پورې له دې لارې تر لسو ډیر ملاقاتونه شوي دي. تر اوسه پورې یوازې آلمانانو د ملاقات غوښتنې کړي. له همدې امله اوس د دغه انټرنټ پاڼې تنظیمونکي د مهاجرو په کمپونو کې د دې پاڼې اعلانونه کوي.

تر اوسه پورې دغه وړاندیز وړیا دی او یوازې تر پلازمېنې برلین پورې محدود دی. په نږدې راتلونکي کې به د دغې انټرنټ پاڼې خدمات د آلمان نورو ښارونو ته هم وغځول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب