1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ټولنې ته د خارجيانو د گډېدو کورسونه

۱۳۸۶ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان حکومت غواړي چې آلماني ټولنې ته د بهرنيانو د گډېدو کورسونه ښه کړي او په دې لاره کې زياتې پيسې ولگوي. دغه کورسونه دوه کاله پخوا شروع شوي وو چې په کال کې د 140 ميليونو يورو مصرف لري.

https://p.dw.com/p/DKJB
د آلماني ژبې د ليک او لوست زده کړه په دغو کورسونو کې شامله وي
د آلماني ژبې د ليک او لوست زده کړه په دغو کورسونو کې شامله ويانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb
اوسمهال په دغو کورسو کې د آلماني ژبې لوست، د آلمان حقوقي سيستم، کلتور او تاريخ شامل دي. خو له 250 برخه والو څخه يوازې نيمې برخې کورس تر پايه پورې ولوست. د هغو خلکو دپاره چې ليک او لوست يې نه وي زده ښايي خاص د لوست کورسونه رامنځ ته شي. ټول دغه ډول کورستونه د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په ملاتړ جوړېږي.