1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پارلمان د افغانستان په هکله خبرې کوی

۱۳۸۷ مهر ۱۶, سه‌شنبه

د 2001 م کال د سپتمبر د مياشتې د 11 نېټې له ترهگري گذار نه وروسته، د آلمان د هغه وخت لومړي وزير گرهارد شرودر، د امريکې متحده ايالتونو ته د هراړخيز ملاتړ ډاډ ورکړ.

https://p.dw.com/p/FVZf
آلماني عسکر په کابل کې پهره کوی
آلماني عسکر په کابل کې پهره کویانځور: AP

د دويچې ويلې آلمان غږ راديو ټکړه مبصر او ليکوال فليپ راليکي ناتو يا د شمالي اطلس دفاعي ټلوالې په خپل تاريخ کې د لومړي ځل د پاره دا يووالی ورسره وښود چې: د ټلوالي پر يوه غړي به حمله د ناتو پر ټولو هېوادونو باندې د يرغل معنی ولري او ښايي چې د ټولو لخوا ورته ځواب هم ورکړل شي. له دې سره د Operation Endurung Freedom يا د تل پاتې صلحې عمليات وزېږېدل او آلمان هم ورپکې برخه واخيسته، د افريکې په ښاخ او هم افغانستان کې، چېرته چې د آلمان پوځ خپل 3500 تنه سرتيري د ناتو تر قومانده لاندې د نړيوالو صلحه ساتونکو ځواکونو ISAF په لاس کې ورکړي دي.

خو په هندوکش کې له OEF يا تل پاتې صلحې سره د آلمان ملگرتيا لانجمنه او تل تر پوښتنه لاندې راځي، که څه هم نظر و د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو ISAF سره په پرتله دلته هسې نمايشي بڼه لري. برلين د خپلو ځانگړو يا کوماندو ځواکونو KSK څخه د سلو تنو د ليږنې پرېکړه وکوله، دا افراد يو څو مده له امريکايي ترهگري ضد ټولگيو سره يوځای وو، خو له 2005 م کال راهيسې له KSK څخه گټه نه اخيستل کيږي، او ځکه نو په OEF يا تلپاتې صلحې په عملياتو کې د دوی گډون هسې د کاغذ پرمخ پاتې کېدونکی وو، که چېرته د آلمان هېواد د افغانستان د څاروندوی او پوځ په روزنه کې برخه اخيستنه نه وای اعلان کړې.

په آلمان کې ځکه د تل پاتې صلحې عمليات له پوښتنو سره مخامخ دي، چې د طالبانو او د هغوی د ملگرو پرضد عملياتو کې تل ملکي کسانو ته زيان رسيږي، او دا چې دغه عملياتو ته د نظامي عملياتو په سترگه کتل کيږي، برلين بيا د ISAF په چوکاټ کې خپل فعاليتونه د افغانستان د بيا رغونې او ثبات عمليات بولي. نو په دې ډول سړی باور کولی شي، چې په افغانستان کې له 3500 تنو نه 4500 تنو ته د جرمني عسکرو لوړونه هغو کسانو ته چې تل په افغانستان کې د خپلو عسکرو پر موجوديت باندې نيوکې کوي، د منلو وړوگرزوي.
نو له دې سره ISAF يواځې د ښوونځيو په جوړولو لگيا نه دي او آلماني عسکر څو ځله د وسله والو کسانو د گذار موخه گرزېدلي. په دې ترځ کې ٢٠ تنه وژل شوي هم دي. د جولای د مياشتې راهيسې، يعنی کله چې آلمان د گړنديو غبرگونونو ځواک QRF ورکړ، دا خطر نور هم زيات شوی.
امريکا او ناتو له آلمان څخه په وار وار غوښتي دي، چې د افغانستان جنوب ته هم عسکر واستوي، خو برلين تر اوسه پورې دا ډول غوښتنې ردکړېدي. او دا ځکه چې بيا به نو د آلمانيانو موجوديت هم په جگړه کې د گډون معنی ولري.

د آلمان د فوځ وزير Franz- Josef Jungپه افغانستان کې د خپلو عسکرو سره ګوری
د آلمان د فوځ وزير Franz- Josef Jungپه افغانستان کې د خپلو عسکرو سره ګوریانځور: AP

برسېره پر دې به ژر وي او که وروسته سړی له امريکې سره هم په لانجه کې ښکېل کيږي: واشنگټن په افغانستان کې خپل ځواکونه د ناتو تر قومانده لاندې ورکړيدي، مگر د طالبانو او القاعدې سره په خپل سر جگړې کوي. همدا ډول په قبايلي سيمو کې وروستۍ حملې د ملگرو ملتونو او ناتو په خوښه سره نه دي اجرا شوې. همدا د برلين د پاره يو دليل کېدلی شي، چې په افغانستان کې د خپلو دندو له پراخيتا څخه ډډه وکوي. په افغانستان کې د آلماني جنگي الوتکو تورنادو گمارنه کېدلی شي په دې لاره کې وروستی گام وي. آلماني سياستمداران ټينگار کوي چې د دوی الوتکې په جنگي چارو کې برخه نه اخلي يواځې هوايي کشف اجراکوي. همدا ډول د ناتو لخوا د غوښتونکو آواک الوتکو په برخه کې هم آلمان همدا ټينگار کوي، چې بايد يواځې او يواځې د افغانستان په فضا کې به د هوايي تگ او راتگ څارنه او اداره سر ته رسوي.

ناتو په خپله يوه وروستۍ غونډه کې ونه شوای کولای چې د آواک په هکله شريک نظر ته ورسيږي. د تل پاتې صلحې د عملياتو په اړوند هم د جرمن د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير د اونۍ په پای کې وغوښتل، چې په افغانستان کې خپله ونډه پای ته ورسوي. ممکن له دې سره غواړي د ISAF په چوکاټ له موجودو جرمني عسکرو سره مقاومت کاواکه کړي.