1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پارلمان د بوکو حرام ډله وغندله

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه

د آلمان فدرال پارلمان یا بوندستاگ په نایجریا کې د بوکو حرام ډلې له خوا ترهگر اعمال وغندل. د آلماني پارلمان غړو په نایجریا کې د ټولنیزو بدلونونو د راتلو غوښتنه وکړه. د بحث موضوع د نایجریا د کړکیچ لامل وو.

https://p.dw.com/p/1C4Nx
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د فدرال پارلمان د ټولو گوندونو غړو په نایجریا کې ترسره شوي ترهگریز اعمال وغندل. په بوندستاگ کې د زرغونو د گوند مشر چیم اوزدیمیر، وویل چې له هرې لارې چې کیږي باید د بوکو حرام ترهگر لاس قطع شي.

هغه دا خبره هم وکړه چې بو کو حرام نه یوازې په نایجریا او نورو گاونډیو هیوادونو کې د سلهاو زره کسانو د ژوند له پاره گواښ رامنځ ته کړی دی، بلکې اسلامي اصول یې په غلط ډول معرفي کړي دي دا په داسې حال کې ده چې د هغه په خبره اسلام د علم زده کړه د هر انسان دنده بولي.

چیم اوزدیمیر وویل چې د سلهاو زده کوونکو د برمته کوونې له پاره هیڅ کوم مذهبي دلیل شتون نه لري. هغه زیاته کړه: «که هغه هیوادونه چې مسلمانان په کې ډیرکی دي غواړي په نړۍ کې خپل ځای وموندي نو دا کار یوازې په هغه صورت کې کیدای شي چې د ښځو زنځیرونه مات شي او ښځي په دغو هیوادونو کې ۵۰ سلنه واک په لاس کې ولري.»

له کین اړخو پرته په بوندستاک کې د ټولو نورو گوندونو استازو د نایجریا د ولسمشر د هغه پلان هرکلی وکړ چې د بوکو حرام د ځپلو په موخه یې پرې پاریس کې موافقه کړې وه. پر دې پلان باندې د موافقې کولو په غونډه کې د اروپايي ټولنې، انگلستان او امریکا متحده ایالاتو استازو هم گډون کړی وو.

د نایجریا د کړکیچ د لامل په اړه د بوندستاگ په اجندا کې بحث د واکمنو آلماني گوندونو CDU او SPD له خوا شامل شوی وو. په پارلمان کې د CDU مشر فولکر کاودر، وویل چې د دې له پاره کافي شواهد شته چې بوکو حرام غواړي نایجریایي عیسویان وځپي او هغوی له دې هیواد څخه وباسي. هغه روښانه کړه چې په نایجریا کې د مذهبي آزادي ستونزه موجوده ده. خو یو شمیر نور پارلماني غړي بیا له دې نظر سره مخالف ول او ویل یې چې د نایجریا په کړکیچ کې د عیسویانو په اندازه مسلمانان قربانیان هم شته.

د پارلمان ټولو غړو پر دې باندې موافقه وکړه چې د بوکو حرام ډلې له کبله د نایجریا ټول اوسیدونکي نه شي کولای چې د خپل هیواد له ځیرمو څخه گټه پورته کړي. د آلمان د پارلمان غړو ټینگار وکړ چې نایجیریا باید د قانون پر حاکمیت باندې ټینگار وکړي، بشري حقونه تامین کړي او له ترهگری سره مبارزه وکړي.

له بلې خوا په برلین کې د آلمان د برمختیایي مرستو وزیر گیرد مولر، اعلان وکړ چې هغه به ډیر ژر نایجریا ته سفر وکړي ترڅو له دې هیواد سره د مرستو په اړه غور وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب